د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې کوربتوب دی؛ افغانستان هم اجندا کې دی


ټاکل شوې سبا سه شنبه مارچ ۲۲ (وري دویمه) په پاکستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ۴۸مه غونډه وشي.

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د معلوماتو په اساس په دغې دوې ورځنۍ غونډه کې به د نورو مسائلو ترڅنګ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه هم بحثونه وشي.

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان په خپل ټویټر کې لیکلي چې یاده غونډه د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د دغه سازمان د تیرې ډسمبر میاشتې د فوق العاعده غونډې وروسته بله غونډه ده.

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان مشر حسین ابراهیم طه په څو مواردو کې د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ څرګند کړ.

ښاغلي ابراهیم طه د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې له افغانستان سره د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمانو پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار کړی دی. د اعلامیې له مخې نوموړي ددغه سازمان پر غړو هیوادونو او نورو اسلامي بنسټونو باندې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو کولو غږ کړی دی.

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست تر پنځلسمې وروسته له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ شوو.

دغه سازمان ویلي چې دوی به د وضعیت د کنټرول او د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې لخوا د بشري او مالي مرستونو جلبولو په برخه کې خپلې هڅې او رول تر سره کړي.

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان تیره ناسته د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه په پاکستان کې شوې وه. اسلامي هیوادونو په هغه ناسته کې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به د بشري مرستو جلبولو په برخه کې د یو میکانیزم رامنځته کولو هڅې وکړي او له ملګرو ملتونو سازمان به په ګډه د افغانستان د کنګل شوو پیسو ازادولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دغو هیوادونو همدارنګه ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې بشري بحران ته د رسېدو په برخه کې به د «مالي او بانکي چینلونو په پرانیستلو سره دغه هیواد ته دپیسو او مالي مرستو بهیر پيل کړي.

تر هغه وروسته د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې بشري بحران ته د رسېدو په هدف د افغانستان د بشري مرستو صندوق رامنځته کړ. یاد سازمان همدارنګه روانه میاشت په افغانستان کې د خپل دفتر پرانیستلو خبر هم ورکړ.

تیره ورځ د پاکستان صدر اعظم عمران خان د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د ۴۸ ناستې تر سره کېدو په مناسبت مقالې کې ویلي و چې د اسلامي نړۍ هیوادونه باید په افغانستان کې د بشري بحران او اقتصاد پاشل کېدو د مخنیوي لپاره جمعې عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG