د لاس رسي وړ اتصالات

ایرلنډ له افغانستان سره د کرکټ سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبې د فبرورۍ په ۲۸ نېټه پیلېږی
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبې د فبرورۍ په ۲۸ نېټه پیلېږی

د ایرلنډ د کرکټ بورډ له افغانستان سره اوو نړیوالو سیالیو ته د خپلو لوبغاړو نومونه (سکواډ) اعلان کړل.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ یوه د ټست لوبه، درې یوه ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ د فبرورۍ په ۲۸ نېټه په متحدو عربو اماراتو کې پیلېږي چې افغانستان یې کوربه دی.

د ایرلنډ کرکټ بورډ په خپل رسمي ویبسایټ کې نن سه شنبه فبروري شپږمه (سلواغه۱۷) لیکلي دي چې اندریو بالبرني به د ټسټ لوبډلې مشري کوي او بل لوبغاړی پاول سټرلینګ به یې د یوې ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کپتان وي.

د ایرلنډ په اعلان شویو لوبغاړو کې متیو فاسټر، باري مککارتي، تئو ون ورکوم او کریګ یانګ څلور نوي لوبغاړي دي چې ممکن د افغانستان سره په لوبو کې خپلې نړیوالې لوبې پیل کړي. دوی تر دې دمه د ایرلنډ لپاره کومه نړیواله لوبه نه ده کړې.

د ایرلنډ نور اکثریت هماغه لوبغاړي دي چې افغان لوبغاړي ورسره اشنا دي او ورسره یې لوبې کړي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ څه موده مخکې د خپلو لوبو مهالوېش اعلان کړ چې له ایرلنډ سره دا لوبې هم په کې وي. افغانستان تېرځل په ۲۰۱۹ کال کې له ایرلنډ سره د ټست لوبه وکړه او ویې ګټله.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوس په سري لانکا کې په سیالیو بوخته ده. تېره ورځ یې په سري لانکا باندې خپله لومړۍ ټست لوبه وبایلله.

له سري لانکا سره د دریو یوې ورځینو لوبو لړۍ د فبرورۍ په اتمه نېټه پیلېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG