د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي: د کال تر پایه دوه میلیونه غیر قانوني کډوال له هیواد څخه وباسو


د مهاجرت نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې یوازې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې له ایران څخه افغانستان ته ۲۳۰ زره افغانان ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې یوازې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې له ایران څخه افغانستان ته ۲۳۰ زره افغانان ستانه شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمدرضا رادان ویلي، په پام کې لري چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه به له دغه هیواد څخه تر دوو میلیونو پورې غیرقانوني کډوال خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې دغه ایراني چارواکي تیره اونۍ په تهران کې د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومني په مشرې یوې غونډې ته ویلي چې تراوسه ددغسې کډوالو نږدې ۷۵۰ زره یې له ایران څخه ایستل شوي دي.

هغه ویلي : "له ۵۰۰ زرو څخه زیاتن کسان مونږ نیولي او ایستلي مو دي، ددې هڅو له مخې د ۲۵۰ زرو څخه زیات نور کسان پخپله له سرحد اوړیدلي چې ورسره دا شمیر ۷۵۰ زرو ته رسیږي. مونږ حتمی دا کار کوو او له خلکو مو هم غوښتي ... هغوی ته کار ورکول هم جرم دی، هغوی ته کور په کرایه ورکول جرم دی".

دغه ایراني چارواکي د کوم هیواد د وګړو نوم نه دی اخیستی، خو دمخه ایراني رسنیو ویلي و چې په دغه هیواد کې د بهرنیو وګړو د ټول شمیر ۹۰ فیصده یې افغانان دي.

ددې دمخه د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي و چې ایران له دې زیات د افغان کډوالو د اوسیدانې ظرفیت نلري. هغه ویلي چې له ایران څخه د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ایستل ددغه حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

مومني د اکتوبر اول (تلې لسم) د ایران د نظامي قوماندانانو رئیسانو یوې غونډې ته وویل چې د غیر مجاز اوسیدونکو مسله یوه ملي مسله ده، چې د هغه په وینا " د خلکو او دولت غوښتنې ته په پاملرنې " لومړیتوب ګڼل کیږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د اکتوبر د روانې میاشتې په سر کې په یو راپور کې ویلي چې یوازې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې له ایران څخه افغانستان ته ۲۳۰ زره افغانان ستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي: "ددې میاشتې [ سپټمبر] کې ددغه لوی شمیر ستنیدونکو دمخه د مې په میاشت ۱۹۰ زره کسانو ستنیدل د مهاجرت د نړیوال سازمان د څارونکو ټیمونو له خوا شمیرل شوي وو".

مهاجرت نړیوال سازمان د شمیرنو له مخې ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو ۵۰ فیصده یې په خپله خوښه او ۴۳ فیصده یې د هغوی د رضا پر خلاف له دغه هیواد څخه شړل شوي کسان دي . همداشان له ایران څخه په ستانه شویو کسانو کې ۳۶٪ یې د خپلو خپلوانو لیدو کتو لپاره افغانستان ته راغلي دي. دغه سازمان ویلي چې د ستنیدلو دا دلایل د روان کال په اوږدو کې همداسې پر خپل ځای پاتې دي.

دغه سازمان ویلي: "د ایران د اسلامي جمهوریت څخه د ستنو شویو کسانو شمیرپه روانه اونۍ کې افغانستان ته د ټولو ستنو شویو درې برخې ( ۹۱۰۰۰) جوړوي او له پاکستان څخه د ستنیدونکو شمیر یوازې ۲۹ فیصده جوړوي. په دې اونۍ کې ستنیدونکو شمیر ۷۵ فیصده د تلوونکو [افغانستان څخه] د شمیر پر تله لوړ دی. تیره اونۍ له [ افغانستان څخه] د تلوونکو شمیر ۱۰ فیصده کم وو".

دمخه دغه سازمان په یو راپور کې ویلي وچې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې څه باندې ۹۶زره افغانان له خپل هیواد څخه ایران او پاکستان ته مهاجر شوي دي.

دغه سازمان ویلي دي چې په دغې ډلې کې یې ۶۷۹۴۴ افغانان ایران او ۲۶۰۶۳ تنه نور یې پاکستان ته کډه کړې وه. دغه سازمان وايي چې دا ارقام یې افغانستان ته د تګ راتګ د لسو لارو د څارنې د ټیمونو د راپور له مخې یې برابر کړي دي

د مهاجرت نړیوال سازمان ټیمونه د ایران او پاکستان سره د افغانستان په لسو سرحدي سیمو اسلام قلعه،ابونصر فراهي، مالیک، بهرامچه، نظر پوسته، سپین بودلک، انګور اډه، غلام خان، ډنډ پټان او تورخم کې د افغانستان څخه د وتلو او دغه هیواد ته د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ بهیر څاري.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره هممهاله له دغه هیواد څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ پیل شوې ده. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په دغه موده کې دغو دواړو هیوادونو ته په سلګونو زره افغانان د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو او اقتصادي ستونزو له امله تللي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال ۴.۵ میلیونه افغانان د قانوني اسنادو، اوږدمهاله ویزو او په غیرقانوني ډول په ایران کې اوسیږي.

همداشان د ملګرو ملتونو د شمیر له مخې اوس مهال ۳.۱ میلیون افغان کډوال په پاکستان کې دیره دي، چې ددې شمیر ۱.۳ میلیونه یې د اوسیدانې هیڅ قانوني اسناد نلري او پاتې نور افغان کډوال د کډوالۍ د اسنادو په ګډون د موقتي اوسیدانې یا (پي او ار) او افغانستان د اوسیدونکو ( اې سي سي) کارتونو په ګډون د اوسیدانې قانوني اسناد لري.

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي په همدې اونۍ کې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې په ایران کې د میشتو افغانانو شمیر تر شپږ میلیونو پورې ښودلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG