د لاس رسي وړ اتصالات

ای او ام: افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو شمیر زیات شوی


آی او ایم ویلي چې د سپټمبر د ۱۵ او ۲۱ نیټې ترمنځ موده کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته سل زره او ۲۲۷ کسان راستانه شوي او په همدې موده کې ۵۷ زره ۵۳۷ تنه له دغه هیواد څخه دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ته تللي دي.
آی او ایم ویلي چې د سپټمبر د ۱۵ او ۲۱ نیټې ترمنځ موده کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته سل زره او ۲۲۷ کسان راستانه شوي او په همدې موده کې ۵۷ زره ۵۳۷ تنه له دغه هیواد څخه دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ته تللي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ام) ویلي چې د سپتمبر په میاشت کې له افغانستان څخه ګاوڼدیو هیوادونو ته د تلونکو افغانانو په پرتله دغه هیواد ته د ستیدونکو افغانانو شمیر زیات شوی او ددې میاشتې په درېیمه اونۍ کې د ستنیدونکو کسانو شمیر د تلونکو کسانو په پرتله ۷۴ فیصده زیات شوی دی.

ای او ام د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۳۰ ( تلې نهم) په یو راپور کې ویلي چې ددغې میاشتې د ۱۵ او ۲۱ نیټې ترمنځ موده کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته سل زره او ۲۲۷ کسان ستانه شوي او په همدې موده کې ۵۷ زره ۵۳۷ تنه له دغه هیواد څخه دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ته تللي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي: "په تیرو دریو اونیو کې [افغانستان ته] د ستنیدونکو شمیر په پرله پسې ډول [له افغانستان څخه] د تلوونکو د شمیر څخه زیات شوی دی. په دغه موده کې ۱۰۰ زره او ۲۷۷ کسان چې د تلوونکو د شمیر ۵۷ زره او۵۳۷ تنو په پرتله ۷۴ فیصده زیات دي، ددې اونۍ څخه دمخه اونۍ پرتله ۱۶ فیصده زیاتوالی ښيي."

په دې راپور کې ویل شوي چې په تیرو دریو اونیو کې په پرله پسې ډول له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو شمیر مخ په زیاتیدو دی چې په دغه موده کې د ستنیدونکو افغانانو نږدې ۷۲ فیصده یې له ایران او یوازې ۲۸ فیصده یې له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ای او ام د ایران څخه د کډوالو اخراج او په خپله خوښه ستنیدل په پرله پسې ډول د ستنیدونکو د شمیر د زیاتوالي او هم دمخه د دغه هیواد څخه د ستنیدونکوافغانانو د ستنیدولو اساسي دلیل بللی دی.

دغه سازمان ویلي چې په دغه موده کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اسلام قلعه بندر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم بندر په پرتله د ستنیدونکو افغانانو په شمیر کې د زیاتوالي له امله په فعالیتونو کې ۲.۵ چنده زیاتوالی راغلی وو.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د ایران او پاکستان څخه اکثرو ستنو شویو کسانو ویلي چې غواړي کابل ته ستانه شي.

دغه سازمان روغتیايي درملنې، د کورنۍ اړوند کتنې، په ټولنیزو او عامه مناسبتونو کې برخه اخیستل پاکستان ته د افغانانو د تللو د عمده دلایلو په توګه یاد کړي دي. په داسې حال کې چې اقتصادي او د کار اړوند مسایل ایران ته د تللو د عمده دلایلو په توګه یاد شوي دي.

د روان ۲۰۲۴ کال سپټمبر د میاشتې دمخه د مهاجرت نړیوال سازمان افغانستان، د ایران او پاکستان سرحدي سیمو څخه د څارنې په اونیزو راپورونو کې له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونکو ته د تلوونکو افغانانو شمیرله دغو هیوادونو څخه د ستنیدونکو افغانانو شمیر پرتله نږدې دوه چنده زیات ښودلی وو.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې څه باندې ۹۶زره افغانان له خپل هیواد څخه ایران او پاکستان ته مهاجر شوي دي.

دغه سازمان ویلي دي چې په دغې ډلې کې یې ۶۷۹۴۴ افغانان ایران او ۲۶۰۶۳ یې پاکستان ته کډوال شوي. دغه سازمان وايي چې دا ارقام یې افغانستان ته د تګ راتګ د لسو لارو د څارنې د ټیمونو د راپور له مخې یې برابر کړي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د ایران او پاکستان سره د افغانستان په لسو سرحدي سیمو اسلام قلعه،ابونصر فراهي، مالیک، بهرامچه، نظر پوسته، سپین بودلک،انګور اډه، غلام خان، ډنډ پټان او تورخم کې د افغانستان څخه د وتلو او دغه هیواد ته د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ بهیر څارلی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال ۴.۵ میلیونه افغانان د قانوني اسنادو، اوږدمهاله ویزو او په غیرقانوني ډول په ایران کې اوسیږي.

همداشان د ملګرو ملتونو د شمیر له مخې اوس مهال ۳.۱ میلیون افغان کډوال په پاکستان کې دیره دي، چې ددې شمیر ۱.۳ میلیونه یې د اوسیدانې هیڅ قانوني اسناد نلري او پاتې نور افغان کډوال د کډوالۍ د اسنادو په ګډون د موقتي اوسیدانې یا (پي او ار) او افغانستان د اوسیدونکو ( اې سي سي) کارتونو په ګډون د اوسیدانې قانوني اسناد لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG