د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې په سیلابونو کې ۱۴ افغان کډوال مړه شوي


د ایران د کرمان د ایالت د جیرفت ولسوال احمد بلندنظر د سه شنبې په ورځ ویلي چې دا سیلابونه د " هلیل" د سیند څخه راوتلي چې ددغه ولایت په ځینو برخو کې یې خلکو ته د سر او مال زیانونه رسولي دي.
د ایران د کرمان د ایالت د جیرفت ولسوال احمد بلندنظر د سه شنبې په ورځ ویلي چې دا سیلابونه د " هلیل" د سیند څخه راوتلي چې ددغه ولایت په ځینو برخو کې یې خلکو ته د سر او مال زیانونه رسولي دي.

ایراني چارواکو ویلي چې ددغه هیواد د کرمان په ولایت کې سیلابونه راوتلي چې له امله یې لږ ترلږه ۱۴ افغان کډوال مړه شوي دي.

د ایران د کرمان د ایالت د جیرفت ولسوال احمد بلندنظر د سه شنبې په ورځ اکتوبر اول ( تلې لسم) ویلي چې دا سیلابونه د " هلیل" له سیند څخه راوتلي چې ددغه ولایت په ځینو برخو کې یې خلکو ته د سر او مال زیانونه رسولي دي.

ایراني رسنیو د ښاغلي بلند نظر له قوله ویلي چې ددغو سیلابونو په پایله کې ۱۴ تنه افغان کډوال او یو ایرانی اوسیدونکی مړه شوي دي.

د ایران د کرمان د ایالت د جیرفت ولسوال د معلوماتو له مخې د ژغورنې ټیمونه په دې توانیدلي چې د ټولو مړه شویو جسدونه له اوبو راوباسي. ایراني چارواکو ویلي چې دغو افغان کډوالو په یو باغ کې په یو کور کې ژوند کاوه.

دغو چارواکو ویلي چې ددغو کورنیو ماشومان د " هلیل" سیند غاړې ته تللي وو، چې د اورښت وروسته د سیلابونو د راوتلو له امله هغوی ژوند له لاسه ورکړ.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په سلګونو زره افغان کډوال د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو او ناسم اقتصادي وضعیت له امله ددغه هیواد دوو ګاونډیو ایران او پاکستان ته تللي دي.

دغه کډوال د ډیرو ناسمو شرایطو له امله په ډیرې سختې سره په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند تیروي. ددغو کډوالو یو زیات شمیر په ایران کې د پولیسو د نیولو او افغانستان ته د ستنولو د اندیښنو او ویرې له امله په لیرو پرتو غرنیو سیمو کې ژوند تیرولو ته اړ شوي دي.

تاره د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي چې هیواد یې له دې زیات د افغان کډوالو د منلو ګنجایش نلري. هغه ویلي چې له ایران څخه د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ایستل ددغه حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري

مومني د سه شنبې په ورځ اکتوبراول ( تلې لسم ) د ایران د نظامي قومندانانو رئیسانو یوې غونډې ته وویل چې د غیر مجاز اوسیدونکو مسله یوه ملي مسله ده، چې د هغه په وینا " د خلکو او دولت غوښتنې ته په پاملرنې " لومړیتوب ګڼل کیږي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په ایران کې د میشتو ټولو بهرنیو اوسیدونکو ۹۰ فیصده یې افغانان دي چې اکثره یې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري.

د دې اونۍ په سر کې د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ایم) په یو راپور کې وویل چې یوازې د سپتمبر د میاشتې د ۱۵ او ۲۱ نیټې ترمنځ موده کې د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ۱۰۰ زره او ۲۲۷ تنه افغانان ستانه شوي چې ددغه شمیر ۷۲ فیصده یې له ایران او ۲۸ فیصده نور له پاکستان ته افغانستان ته ورغلي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په تیرو دریو اونیو کې په پرله پسې ډول له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو شمیر مخ په زیاتیدو دی چې په دغه موده کې د ستنیدونکو افغانانو نږدې ۷۲ فیصده یې له ایران او یوازې ۲۸ فیصده یې له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ای او ام د ایران څخه د کډوالو اخراج او په خپله خوښه ستنیدل په پرله پسې ډول د ستنیدونکو د شمیر د زیاتوالي او هم دمخه د دغه هیواد څخه د ستنیدونکوافغانانو د ستنیدولو اساسي دلیل بللی دی.

دغه سازمان ویلي چې په دغه موده کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اسلام قلعه بندر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم بندر په پرتله د ستنیدونکو افغانانو په شمیر کې د زیاتوالي له امله په فعالیتونو کې ۲.۵ چنده زیاتوالی راغلی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG