د لاس رسي وړ اتصالات

ای او ایم: سپټمبر میاشت کې له ایران څخه ۲۳۰ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي


مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو ۵۰ فیصده یې په خپله خوښه او ۴۳ فیصده یې د هغوی د رضا پر خلاف له دغه هیواد څخه شړل شوي کسان دي.
مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو ۵۰ فیصده یې په خپله خوښه او ۴۳ فیصده یې د هغوی د رضا پر خلاف له دغه هیواد څخه شړل شوي کسان دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان " ای او ایم" د ګاونډیو هیوادونو څخه خپل وطن ته د افغان کډوالو د ستنیدلو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې یوازې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې له ایران څخه ۲۳۰ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې د وروستۍ اونۍ په خپل راپور چې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر درېیم (تلې ۱۲) یې خپور کړی ویلي چې ددغه سازمان د کډوالو د څارنې بهیر ښيي چې د سپټمبر په میاشت کې له ایران څخه په خورا زیات شمیر افغانان خپل وطن ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي: "ددې میاشتې [ سپټمبر] کې ددغه لوی شمیر ستنیدونکو دمخه د مې په میاشت ۱۹۰ زره کسانو ستنیدل د مهاجرت د نړیوال سازمان د څارونکو ټیمونو له خوا شمیرل شوي وو".

د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې دمخه د مهاجرت نړیوال سازمان افغانستان، د ایران او پاکستان سرحدي سیمو څخه د څارنې په اونیزو راپورونو کې له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونکو ته د تلوونکو افغانانو شمیرله دغو هیوادونو څخه د ستنیدونکو افغانانو شمیر پرتله نږدې دوه چنده زیات ښودلی وو.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې څه باندې ۹۶زره افغانان له خپل هیواد څخه ایران او پاکستان ته مهاجر شوي دي.

دغه سازمان ویلي دي چې په دغې ډلې کې یې ۶۷۹۴۴ افغانان ایران او ۲۶۰۶۳ تنه نور یې پاکستان ته کډه کړې وه. دغه سازمان وايي چې دا ارقام یې افغانستان ته د تګ راتګ د لسو لارو د څارنې د ټیمونو د راپور له مخې یې برابر کړي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ټیمونه د ایران او پاکستان سره د افغانستان په لسو سرحدي سیمو اسلام قلعه،ابونصر فراهي، مالیک، بهرامچه، نظر پوسته، سپین بودلک، انګور اډه، غلام خان، ډنډ پټان او تورخم کې د افغانستان څخه د وتلو او دغه هیواد ته د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ بهیر څاري.

مهاجرت نړیوال سازمان د شمیرنو له مخې ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو ۵۰ فیصده یې په خپله خوښه او ۴۳ فیصده یې د هغوی د رضا پر خلاف له دغه هیواد څخه شړل شوي کسان دي . همداشان له ایران څخه په ستانه شویو کسانو کې ۳۶٪ یې د خپلو خپلوانو لیدو کتو لپاره افغانستان ته راغلي دي. دغه سازمان ویلي چې د ستنیدلو دا دلایل د روان کال په اوږدو کې همداسې پر خپل ځای پاتې دي.

دغه سازمان ویلي: "د ایران د اسلامي جمهوریت څخه د ستنو شویو کسانو شمیرپه روانه اونۍ کې افغانستان ته د ټولو ستنو شویو درې برخې ( ۹۱۰۰۰) جوړوي او له پاکستان څخه د ستنیدونکو شمیر یوازې ۲۹ فیصده جوړوي. په دې اونۍ کې ستنیدونکو شمیر ۷۵ فیصده د تلوونکو [افغانستان څخه] د شمیر پر تله لوړ دی. تیره اونۍ له [ افغانستان څخه] د تلوونکو شمیر ۱۰ فیصده کم وو".

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي چې هغه افغانان چې پاکستان ته ځي په سرحدي لارو پاسپورټ او معتبرې ویزې لري، خو چې له نورو لارو دغه هیواد ته کوم افغانان ورځي ۷۳ فیصده یې تذکره او ۲۲ فیصده نور یې هیڅ اسناد نلري.

په دې راپور کې ویل شوي چې ددې سربیره هغه افغانان چې د عمده سرحدي لارو پاکستان ته ځي په دغه هیواد کې د دریو میاشتو لپاره د اوسیدانې نیت لري، خو هغوی چې په نورو لارو دغه هیواد ته داخلیږي د اوږدې مودې د اوسیدلو نیت لري.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره هممهاله له دغه هیواد څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ پیل شوې ده. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په دغه موده کې دغو دواړو هیوادونو ته په سلګونو زره افغانان د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو او اقتصادي ستونزو له امله تللي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال ۴.۵ میلیونه افغانان د قانوني اسنادو، اوږدمهاله ویزو او په غیرقانوني ډول په ایران کې اوسیږي.

همداشان د ملګرو ملتونو د شمیر له مخې اوس مهال ۳.۱ میلیون افغان کډوال په پاکستان کې دیره دي، چې ددې شمیر ۱.۳ میلیونه یې د اوسیدانې هیڅ قانوني اسناد نلري او پاتې نور افغان کډوال د کډوالۍ د اسنادو په ګډون د موقتي اوسیدانې یا (پي او ار) او افغانستان د اوسیدونکو ( اې سي سي) کارتونو په ګډون د اوسیدانې قانوني اسناد لري.

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي په همدې اونۍ کې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې په ایران کې د میشتو افانانو شمیر تر شپږ میلیونو پورې وښود.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي چې هیواد یې له دې زیات د افغان کډوالو د منلو ګنجایش نلري. هغه ویلي چې له ایران څخه د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ایستل ددغه حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري

مومني د اکتوبر اول (تلې لسم ) د ایران د نظامي قومندانانو رئیسانو یوې غونډې ته وویل چې د غیر مجاز اوسیدونکو مسله یوه ملي مسله ده، چې د هغه په وینا " د خلکو او دولت غوښتنې ته په پاملرنې " لومړیتوب ګڼل کیږي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په ایران کې د میشتو ټولو بهرنیو اوسیدونکو ۹۰ فیصده یې افغانان دي چې اکثره یې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري.

همداشان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تیره میاشت خبریالانو ته وویل چې ډیر ژربه له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو دوېیم پړاو پیل کړي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل کړی چې په ترڅ کې یې له ۶۵۰ زرو څخه زیات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG