د لاس رسي وړ اتصالات

هریس له نتنیاهو غوښتي د غزې جګړه ختمه کړي؛ ټرمپ وایي که جمهور رئیس شي دا جګړه ختموي


د متحدو ایالاتو د جمهور رئیس مرستیالې او د راتلونکو انتخاباتو لپاره د دیموکرات ګوند احتمالي کاندیدې، کاملا هریس د اسرائیل له صدراعظم غوښتي چې په غزې کې جګړه پای ته ورسوي او د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید او مخکني جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ویلي که بیا سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي، په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړه پای ته رسوي.

دوي دواړو په روانې اوونۍ کې په جلا جلا توګه د بنیامین نتنیاهو سره کتلي چې په رسمي سفر متحده ایالاتو ته راغلی او د کانګرس دواړو خونو ته یې وینا هم وکړله.

هریس د نتنیاهو سره تر ملاقات وروسته خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په غزې کې د بشري کړاو په اړه جدي اندیښنه لري.

کاملاهریس، چې په خپلو انتخاباتي‌ کمپاینونو کې بوخته ده،‌ وویل چې اسرائیل د ځان د دفاع حق لري خو د دفاع څرنګوالی یې مهم دی. هغې همدارنګه د حماس ډله وغندله، د اسرائیل د دفاع حق لرلو ملاتړ یې وکړ خو تر څنګ یې په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه هم وکړله.

د جمهور رئیس مرستیالې زیاته کړه، " لکه چې صدراعظم نتنیاهو ته مې وویل، د دې معاملې پای ته رسولو وخت راغلی. څه چې په نهو میاشتو کې په غزې کې شوي، تبا کوونکي دي – د وژل شویو ماشومانو انځورونه، بې وسه او وږي خلک چې د ځان خوندي کولو لپاره تښتي او ځیني یې د دویم، دریم او څلورم ځل لپاره بې ځایه شويدي".

میرمن هریس یو ځل بیا د دوو بیلو دولتونو جوړیدو په حل لارې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړله چې په غزې کې د خلکو کړاوونو په باره کې به چوپه پاتې نشي.

هغې زیاته کړه، " مونږ لدې غمیزو مخ نشو اړولی. مونږ نشو کولی چې پدې کړاوونو چوپ پاتې شو. زه به غلې نشم".

که له یوې خوا کاملا هریس د غزې جګړې په هکله په تنده لهجه خبرې کړي خو بل پلو بیا د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ترمپ د تیر په څیر په منځني ختیځ کې د ګډوډۍ ملامتي د بایډن په حکومت اچوي او پرته لدې چې زیات ورکړي په بې اساسه توګه ادعا کوي چې که بیا جمهور رئیس شي، په غزې کې جګړه ختموي.

ټرمپ چې د فلوریډا په ایالت کې پخپل شخصي کور کې یې د اسرائیل د صدراعظم سره کتل، خبریالو ته وویل، " که مونږ وګټله، دا به ډیر ژر نتیجه ورکړي او که مو ونه ګټله، په منځني ختیځ کې به سترې جګړې او ښایي دویم نړیوال جنګ ووینئ".

د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید همدرانګه په غزې کې د اسرائیل – حماس او په اوکراین کې د روسیې یرغل ته په اشارې سره وویل چې دریم نړیوال جنګ ته حالات نږدې شویدي.

هغه زیاته کړه، " تاسو تر بل هر وخت دریم نړیوال جنګ ته نږدې یاست، ځکه چې بې کفایته خلک زمونږ هیواد چلوي".

د متحده ایالاتو دې جګپوړو چارواکو داسې مهال غزې کې د جګړې پای ته رسولو په هکله تبصرې کړي چې ټاکل شوې په ایټالیا کې د اسرائیل او منځګړو هیوادونو استازي یو ځل بیا د اوربند په هکله د خبرو لپاره وګوري.

مصري رسنۍ القاهره نیوز چې د دې هیواد استخباراتي ادارې سره اړیکې لري، په یو راپور کې د یو جګپوړي چارواکي له خولې چې نوم یې ندی په ډاګه شوی ویلي چې ټاکل شوې د اسرائیل د استخباراتو د ادارې مشر او مرکچي ډله یې د همدې راتلونکې یکشنبې په ورځ د ایټالیا په پایتخت روم کې د مصر، قطر او متحده ایالاتو د استازو سره وګوري.

سره لدې چې د القاهره نیوز په راپور کې پدې هکله څه ندي ویل شوي چې خو په امریکا کې د اکسیسوس په نامه خبرې ادارې ویلې چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې، سي آی اې مشر بیل برنز به هم پدې غونډې کې برخه ولري او د اسرائیل، قطر او مصر چارواکو سره به وګوري

مصر، قطر او متحده ایالاتو د څو میاشتو راهیسې په غزې کې د اوربند لپاره هلې ځلې کوي. د اوربند په وړاندیز شوې موافقې کې به د حماس ډله برمته شوي کسان پریږي چې په بدل کې به یې اسرائیل فلسطینیان د زندانونو څخه خوشې کړي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل، مقامات وايي په دغو بریدونو کې ۱۱۹۷ اسرائیلیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي او ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

د حماس له بریدونو څخه وروسته، اسرائیل په غزې باندې پوځي عملیات پیل کړل چې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي په روانې جګړې کې څه باندې ۳۹۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG