د لاس رسي وړ اتصالات

له اذربایجان سره په تازه نښتو کې څلور ارمني پوځیان وژل شوي


د ارمنستان چارواکو د جمعې په ورځ د سپټمبر لومړۍ (وږي ۱۰مه)‌ وویل چې د دغه هیواد په ختیځ کې د ارمني ځواکونو په پوستو د اذربایجان د توپونو په ډزو کې څلور ارمني پوځیان وژل شوي دي.

په ورته وخت اذربایجاني چارواکو هم له ارمني ځواکونو سره په تازه نښتو کې د خپل درې تنو پوځېانو د ټپي کیدو پخلی کړی دی.‌

د باکو او ایروان تر منځ تاوتریخوالی په وروستیو میاشتو کې په چټکۍ سره زیات شوی، او دواړه خواوې د پولې په اوږدو کې یو بل په بریدونو تورنوي.

د ارمنستان د دفاع وزارت دمخه په یوې خبرپاڼې کې ویلی وو، چې دوه تنه پوځیان یې وژل شوي دي، خو نن یې په یوه تازه بیان کې وویل: "د اذربايجان د لمسونکې حرکت په پایله کې د ارمنستان څلور تنه پوځیان ووژل شول او يو بل تن ټپي شوی دی. "

د ارمنستان د دفاع وزارت دمخه ویلي وو، چې آذري ځواکونو د 'سوتک' ښار ته څېرمه چې د اذربایجان د پولې په لس کیلومترۍ کې موقعیت لري، د ارمنیانو پر پوستو د توپونو ډزې کړي.

خو بلخوا د اذربایجان دفاع وزارت بیا په یوې اعلامیې کې ویلي چې د پولې بلې غاړې ته د 'کلبجر' په سیمه کې د ارمنستان د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دغه هیواد دوه پوځیان ټپیان شوي او همداراز یو بل پوځي یې د پولې په اوږدو کې په ډزو کې ژوبل شوی دی.

د اذربایجان دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي دي: "د تاوتريخوالي او د هغې د پايلو بشپړ مسووليت د ارمنستان د پوځي او سياسي ادارې په غاړه دى. "

اذربایجان او ارمنستان په منظمه توګه یو بل د تاوتریخوالي په پیل کولو او د ناسم معلوماتو په خپرولو تورنوي.

دغه تازه نښتې د پخواني شوروي اتحاد د دوو جمهوریتونو ترمنځ سولې ته د رسېدو پر وړاندې یو بل ګوزار دی، چې له لسیزو راهیسې د ناګورنو قره باغ سیمې پر سر په سخته لانجه کې بند پاتې دي.

اذربایجان او ارمنستان د ناګورنو قره باغ سیمې د کنټرول پر سر چې په نړیواله کچه د اذربایجان یوه برخه بلل کیږي، خو اکثریت وګړي یې ارمنیان دي، دوه ځلې جګړې کړي دي.

ارمنستان اذربایجان تورنوي چې د لاچین دهلیز له لارې (یوازینی سړک چې ارمنستان له سیمې سره نښلوي) په ناګورنو قره باغ کې میشتو ارمنیانو ته د خوراکي توکو او مرستې رسولو مخه نیسي.

د ارمنستان او نړیوالو مرستندویه ډلو خبرداری ورکړی چې په دغه غرنۍ سیمه کې د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره بشري وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی.

په دې لړ کې د امریکا متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي نهمه) له اذربایجان څخه وغوښتل چې سمدستي اجازه ورکړي چې د ناګورنو قره باغ ارمني میشتې سیمې ته مرستې ورسیږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی په ناګورنو قره باغ کې "د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لري"، دا اندیښنې څو میاشتې وروسته له هغې زیاتې شوي چې د ادعاو له مخې اذربایجان دغې سیمې ته یواځنۍ غزیدلې لار کلابنده کړې ده.

د پخواني شوروي اتحاد دغه دوه جمهوریتونه له درې لسیزو راهیسې د قره باغ د کنټرول پر سر شخړو کې راګیر دي او ددغه سیمې پر سر یې په ۱۹۹۴ او ۲۰۲۰ کلونو کې دوه ځلې نښتې هم کړي دي.

په ۲۰۲۰م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو میاشتنۍ جګړه د روسیې په منځګریتوب د یوه اوربند په ټینګیدو سره پای ته ورسیده. په هغه جګړې کې ارمنستان یو شمېر سیمې چې د څو لسیزو راهیسې ددغه هېواد تر کنټرول لاندې وو،‌ پریښودلې.

د اروپايي ټولنې او امریکا په منځګړیتوب د باکو او ایروان ترمنځ د سولې د خبرو له دوام سره سره، ددغه دواړو هېوادونو په ګډه پوله کې پرله پسې نښتې شوي دي.

ارمنستان او اذربایجان وړاندې تر دې چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د پخواني شوري اتحاد له منځه ولاړ شي د دې اتحاد غړي جمهوریتونه وو، چې وروسته یې خپلواکۍ واخیستې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG