د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: واشنګټن کې د اذربایجان او ارمنستان د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی


د اذربایجان او ارمنستان چارواکو د امریکا په بلنه په واشنګټن کې د سولې خبرې کړي دي.
د اذربایجان او ارمنستان چارواکو د امریکا په بلنه په واشنګټن کې د سولې خبرې کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) وویل د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د ناګورنو قره باغ د لانجې په اړه د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی خو "سخت کار یې لا پاتې دی."

د دواړو هېوادونو مرکچیانو دا اونۍ د بلینکن په بلنه په واشنګټن کې د سولې خبرې کړي دي.

انتوني بلینکن وویل: "په ځینو قضیو کې چې څومره هوکړې ته نږدې کېږئ، هغومره سختېږي. تر ټولو سخت کارونه آخر ته پاتې کیږي. خو زه د دواړو لورو د مخامخ، سپینو، او په ډاګه خبرو او پرانستې روحیې ستاینه کوم."

د اذربایجان تر ولکې لاندې د ناګورنو قره باغ د مرکز سټیپاناکرټ اوسېدونکي ارمنیايي وګړي وايي، د ارمنستان سره د تګ راتګ یوازنۍ لار، د "لاچین پوله" تړل شوې او له کبله یې د خوړو او درملو د جدي کمښت سره مخ دي.

د سټیپاناکرټ اوسېدونکې لیانا عطایان وايي، ددې سیمې د ډیرو خلکو ژوند په دغې لارې پورې تړل شوی دی.

هغې وویل: "موږ برېښنا نه لرو او یوازې د ساعتونو په مهالوېش راکول کېږي. د سون توکي او خواړه نه لرو، دا څه ډول حالت دی؟ زموږ ماشومان، د ډېر عُمر خلک او امیدوارې ښځې د خوراک لپاره مېوې او سابه نه لري."

په داسې حال کې چې اذربایجان د لاچین پولې د تړلو تور ردوي، د بشري حقونو بنسټونه مني چې پوله تړل شوې او د ناګورنو قره باغ سیمه منزوي شوې ده.

د ارمنستان ملاتړې، روسیې د پنجشنبې په ورځ، یوه ورځ له هغه وروسته چې په ناګورنو قره باغ کې څلور ارمنستاني سرتېري ووژل شول، د دواړو لورو ترمنځ د سولې او ټولو لانجمنو موضوعاتو د حل غوښتنه وکړه.

خو امریکا غږ ته یو شمېر شنونکي وايي چې پر سیمه او د سولې پر بهیر د روسیې اغېز تر ډېره کم شوی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې د انسټیټیوټ غړې هیدر اشبي وايي: "دا د ارمنستان لپاره هم ننګونکې ده چې روسیه چې ددغه هیواد له نږدې ملګرو ګڼل کېږي، د اوکراین په جګړه کې ښکېله ده او د منځګړتوب په خبرو کې یې فعاله برخه نه شي اخیستلای."

اشبي وايي، ارمنستان د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې ته د مناسبو منځګړو په توګه ګوري او تمه یې ډېرېږي.

اشبي وايي، امریکا غواړي چې هلته سوله وشي. نوموړې د روسیې سره د امریکا د پرتلې په اړه وايي: "زما په فکر د روسیې په پرتله چې سویلي قفقاز ته منفي ارادې لري او غواړي شخړې یې دوام وکړي تر څو سیمه تر خپل اغېز لاندې وساتي، د امریکا د متحدو ایالتونو د منځګړتوب دریځ منځلاری دی."

شنونکي وايي، د ناګورنو قره باغ د سیمې نسلونه نسلونه چې په دغه شخړه کې رالوی شوي، له مرګونو ستړي او سولې ته تیار دي.

XS
SM
MD
LG