د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له اذربایجان غوښتي سمدستي اجازه ورکړي چې ناګورنو قره باغ ته مرستې ورسیږي


د لاچین دهلیز
د لاچین دهلیز

متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي نهمه) له اذربایجان څخه وغوښتل چې سمدستي اجازه ورکړي چې د ناګورنو قره باغ ارمني میشتې سیمې ته مرستې ورسیږي، دا پداسې حال کې دي چې ددې سیمې د بشري وضعیت په اړه نړیوالې اندیښنې زیاتې شوي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی په ناګورنو قره باغ کې "د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لري"، دا اندیښنې څو میاشتې وروسته له هغې زیاتې شوي چې د ادعاو له مخې اذربایجان دغې سیمې ته یواځنۍ غزیدلې لار کلابنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر په یوه اعلامیه کې وویل: "مونږ خپله غوښتنه بیا تکرار کوو چې سمدلاسه د بشري، سوداګریزو او مسافرینو د ترافیک پر مخ د لاچین دهلیز پرانستل شي."

میتیو میلر په اذربایجاني مقاماتو او د ناګورنو قره باغ په جلا غوښتونکې سیمه کې په استازو غږ وکړ چې "بې له ځنډه ملکي وګړو ته د مهمو تدارکاتو د لېږدولو سره موافقه وکړي."هغه وویل، «بنسټیزې بشري مرستې باید هیڅکله د سیاسي اختلافونو یرغمل نه شي. "

د ډیسمبر په میاشت کې اعتراض کوونکو چې ځان د چاپیریال ساتنې پلویان ګڼي د لاچین دهلیز بند کړ. دا دهلیز د ناګورنو قره باغ سیمې ته چې په نړیواله کچه د اذربایجان د یوې برخې په توګه پیژندل کیږي او د پخواني شوروي جمهوریتونو ترمنځ پرې دوه ځلې جګړې شوي یواځنۍ غځیدلې لار ده.

اذربایجان، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې په دوهمه جګړه کې د پام وړ اندازه ځمکې ونیولې، ټینګار کوي چې لاره خلاصه نده بنده شوې.

په بهر کې د ارمنستان د مهاجرینو د ټولنو د غړو لخوا پر اذربایجان باندې انتقادونه مخ په ډیریدو دي.

اذربایجان د پنجشنبې په ورځ اګست ۳۱ د اعتراض په توګه وروسته له هغه د فرانسې سفیر احضار کړ چې د پاریس د ښاروالې انا هیدالګو په ګډون فرانسوي سیاستوالو ناکامه هڅه وکړه چې په بشري مرستو بار د لس لاریو کاروان د ناګورنو قره باغ د سیمې په لور بدرګه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG