د متحدو ایالتونو پوځ د پنجشنبې په ورځ نومبر اومه (لړم۱۷) وویل چې اف-۱۵ جنګي الوتکې یې منځني ختیځ ته رسېدلي، واشنګټن ایران ته د یو خبرداري په ترڅ کې سیمې ته د اضافي تجهیزاتو د استولو اعلان کړی و.
د متحدو ایالتونو پوځ په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې « نن د متحدو ایالتونو د هوايي ځواک اف-۱۵يي سټرایک ایګلزالوتکې» د امریکا د مرکزي قومندې «د مسئولیت سیمې ته» رسېدلي دي.
امریکا د نومبر په لومړۍ نېټه اعلان کړی و چې منځني ختیځ ته به بمب غورځوونکي الوتکې، جنګي الوتکې، د تیلو لیږدوونکي الوتکې او د میزایلو ویجاړونکی دفاعي سیستم استوي.
امریکايي چارواکو څو ورځې مخکې وویل چې بي-۵۲ بم غورځوونکي الوتکې یې ایران ته د خبرداري په توګه منځني ختیځ ته رسېدلي.
ایران د دغو الوتکو استول غندلي.
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند تورن جنرال پټ رایډر د دغو پوځي انتقالاتو په اړه په یوې اعلامیې کې ویلي: «که ایران، ملګري او لاسپوڅي یې له دغه فرصت څخه په امریکايي پرسونل او ګټو باندې د برید لپاره کار واخلي، متحده ایالتونه به زموږ د خلکو د دفاع لپاره هر لازمي اقدام وکړي.»
اسرائيل د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د ایران پوځي تاسیسات ووېشتل. د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ژمنه کړې وه چې تهران به د اسرائيل د دغو بریدونو غچ اخلي.
د اسرائيل تر بریدونو مخکې، ایران په اسرائیل باندې د الوتکو او میزایلو دوه بریدونه کړي وو. ایران وايي په اسرائيل باندې یې دا بریدونه په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ د برید او د حماس د مشر اسماعیل هنیه او د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژنې په غچ کې کړي دي.
تر دې مخکې د اسرائيل وسله وال پوځ لوی درستیز خبرداری ورکړی و چې د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په صورت کې به د تل ابیب ځواب ډېر سخت وي. بیا هم امریکا له ایران څخه غوښتي چې په اسرائيل برید ونه کړي او تاوتریخوالی نه دې زیاتوي.
فورم \ دبحث خونه