په دوبۍ کې د اماراتو هوايي شرکت پنجشنبې نومبر اوومه (لړم ۱۷) اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې د روان بحران سره سره یې ددې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په بې سارې توګه ۲.۵ میلیارد ډالر ګټه کړې ده.
دوبۍ د نړۍ تر ټولو بوخت هوايي ډګر لري او د اماراتو د هوايي چلند ګروپ چې له همدې هوايي ډګر څخه د نړۍ بیلابیلو برخو ته پروازونه کوي، ویلي چې د شخړو له امله په سیمه کې د خنډونو سره مخ شوی، خو خپله شبکه یې د نړۍ په نورو برخو کې پراخه کړې ده.
د سپتمبر پورې ددې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د مالیې ورکولو وړاندې ۱۰.۴ میلیارد درهم (۲.۸ میلیارد ډالر) ګټه د اماراتو شرکت لپاره بې سارې ده او د لومړي ځل لپاره له دغه شرکت څخه د متحده عربي اماراتو له خوا نهه سلنه مالیه اخیستل شوې ده.
د شرکت اجرائیوي رئیس شیخ احمد بن سعید المکتوم په یوه بیان کې وویل: "موږ تمه لرو چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ په پاتې موده کې به د پروازونو لپاره د د پیرودونکو غوښتنه زیاته وي او موږ د عاید د لا زیاتولو لپاره د خپل ظرفیت لوړولو ته سترګې په لار یو."
المکتوم زیاته کړه چې "اټکلونه مثبت دي،" او دغه شرکت به د خپلو الوتکو د شمېر د زیاتولو ترڅنګ د "دناتا" په نوم د خپلو ځمکنیو خدماتو څانګه پراخه کړي.
د تیرکال په اکتوبر کې په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل راهیسې، اسرائیل، لبنان، عراق، اردن او ایران ته د اماراتو پروازونه اغېزمن شوي دي خو دغه شرکت چې په نړۍ کې د اوږده واټن پروازونو په لرلو شهرت لري، په اروپا، افریقا او اسیا کې اتو نور ښارونو ته تازه پروازونه پیل کړي دي.
د شرکت په اعلامیه کې ویل شوي چې "د سوداګرۍ په ټولو برخو او سیمو کې د دوامدارې زیاتې تقاضا له کبله" یې عواید پنځه سلنه لوړ شوي او ۱۹.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.
د اماراتو ګروپ ددې کال لومړۍ نیمايي د ۱۱.۹ میلیارد ډالرو نغدي زیرمو په لرلو سره پای ته ورسوله. د مارچ په میاشت کې دا اندازه ۱۲.۸ میلیارد ډالر ښودل شوې وه.
د اماراتو شرکت خپله له وړاندې اعلان شوې د ۵۴۰ میلیون ډالرو ګټه خپل مالک، د دوبۍ امارت، ته سپارلې ده چې د متحده عربي اماراتو یو له اوو امارتونو څخه دی.
فورم \ دبحث خونه