د لاس رسي وړ اتصالات

د اماراتو یو ارزانه هوايي شرکت کابل ته پروازونه پیل کوي


د اماراتو ایر عربیا شرکت د شارجې او کابل ترمنځ پروازونه پیلوي.
د اماراتو ایر عربیا شرکت د شارجې او کابل ترمنځ پروازونه پیلوي.

د متحده عربي اماراتو "ایر عربیه" هوايي شرکت د چهار شنبې په ورځ دسمبر ۲۷ (لیندۍ ۶) اعلان وکړ چې کابل ته ورځني پروازونو پیلوي.

دا د اماراتو دوهم هوايي شرکت دی چې کابل ته پروازونه پیلوي.

دغه ارزانه هوايي شرکت چې مرکز یې په شارجه کې دی، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جنوري له لسمې نیټې څخه به کابل ته د ورځې یو مستقیم پرواز پیل کړي.

ددې شرکت رئیس عادل ال علي وویل، چې کابل ته د پروازونو پیل کول یې "مسافرینو ته د ژمنتیا نښه ده ترڅو په ارزانه بیه هوایي سفر چمتو کړي او نوي مسیرونه ولټوي."

یوه ورځ وړاندې طالبانو هم اعلان کړی و چې ایر عربیه هوايي شرکت د مرغومي په ۲۰ مه کابل ته الوتنې پیل کوي.

د ایر عربیه په ویب پاڼه کې لیدل کیږي چې مسافرین کولی شي د متحده عربي اماراتو له شارجې او د ترکیې له استانبول څخه کابل ته د جنوري له لسمې وروسته د پرواز ټکټونه وپیري.

د ایر عربیه د ویب پاڼې د نرخونو له مخې، له شارجې څخه کابل ته د یو طرفه پرواز ټکټ بیه شاوخوا ۲۶۹ ډالره ده.

د متحده عربي اماراتو بل هوايي شرکت "فلای دوبۍ" تیره میاشت لومړنی نړیوال هوايي شرکت شو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې افغانستان ته پروازونه له سره پیل کړل.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستان څخه د امریکا د بیړني وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر ته څېرمه په یو ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي سرتیرو په شمول لږترلږه ۱۷۰ کسان ووژل شول.

د کابل هوايي ډګر بشپړ فعالیت د افغانستان د زیانمن شوي اقتصاد د بیا رغونې دپاره مهم بلل کیږي.

د فلای دوبۍ تر څنګ، د افغانستان کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونه اوس مهال له کابل څخه د دوبۍ، مسکو، اسلام اباد او استانبول په ګډون څو ځایونو ته محدود خدمات وړاندې کوي.

تېر کال، د متحده عربي اماراتو د "ګاک" په نوم یو شرکت د افغانستان د هوايي ترافیک د مدیریت کولو یو تړون لاسلیک کړ او تمه کیده چې له دې سره به نړیوال هوايي شرکتونه بیرته افغانستان ته ستانه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG