د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: پاکستان دې د ټرمپ 'ملګری' عمران خان خوشې کړي


خلیلزاد په خپل ایکس کې لیکلي دي‌ چې عمران خان د ډونالډ ټرمپ «ملګری» دی.
خلیلزاد په خپل ایکس کې لیکلي دي‌ چې عمران خان د ډونالډ ټرمپ «ملګری» دی.

د متحدو ایالتونو پخواني ديپلومات زلمي خلیلزاد د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان، چې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ «ملګری» دی، پرېږدي.

خلیلزاد د ډونالډ ټرمپ په لومړي دور کې د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې ځانګړی استازی و.

هغه د پنجشنبې په ورځ نومبر اومه (لړم۱۷) په خپل ایکس کې لیکلي دي: «اوس چې ټرمپ په متحدو ایالتونو کې بریالی شوی، جنرال عاصم منیر به څنګه د هغه [ټرمپ] د ملګري ناتوجیه کېدونکي زنداني کېدل تشریح کړي.»

خلیلزاد لیکلي دي چې عمران خان او په پاکستان کې نور ټول هغه کسان چې د ده په ټکو د عادلانه قضايي بهیر څخه پرته زنداني شوي، پرېښودل شي.

ډونالډ ټرمپ د نومبر په پنځمه نېټه د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې او بیا د امریکا ولسمشر شو. ټرمپ به د ۲۰۲۵ د جنورۍ په شلمه نېټه لوړه کوي.

د ټرمپ د حکومت روابط له عمران خان سره

ډونالډ ټرمپ په خپل لومړي دور کې له پاکستان سره ښه روابط نه لرل.

هغه په ۲۰۱۸ کال کې وویل: «متحدو ایالتونو په تېرو ۱۵ کالونو کې په احمقانه توګه له پاکستان سره ۳۳ میلیارد ډالر مرسته کړې او هغوی له درواغو او فریب پرته موږ ته نور څه نه دي‌ راکړي او زموږ په مشرانو یې د احمق فکر کړی. هغوی هغو ترهګرو ته پناه ځایونه ورکړي چې موږ په کمې همکارۍ سره په افغانستان کې وېشتلای شي. نور بس دی.»

د ټرمپ حکومت خبرداری ورکړی و که پاکستان له ترهګرو سره همکاري روانه وساتي، په پاکستان باندې به د امریکا مرستې بندې شي او توبیخي اقدامات به هم واخیستل شي.

خو له افغان طالبانو سره د دوحې د مذاکراتو له پیل کېدو وروسته د ټرمپ د حکومت روابط له پاکستان سره بیا ښه شول. ټرمپ له عمران خان سره په مخامخ ملاقات کې وویل چې له اسلام اباد سره د واشنګټن روابط دومره ښه شوي چې مخکې داسې ښه نه وو.

د ټرمپ «ملګری»

خلیلزاد په خپل ایکس حساب کې د ډونالډ ټرمپ او عمران خان د اړیکو په اړه څه نه دي ویلي،‌ خو د فارن پالیسي د راپور په اساس، ټرمپ په خپلې دورې کې څو ځلې له عمران خان سره لیدلي او هغه یې ښه «ملګری» یاد کړی و.

خو په دغه راپور کې ویل شوي چې د دواړو سیاستوالو ترمنځ روابط د رښتینې ملګرتیا او له طالبانو سره د خبرو د تسهیل لپاره له عمران څخه د ټرمپ د غوښتنې په اساس وو.

فارن پالیسي لیکلي دي چې ټرمپ په خپلو انتخاباتي‌ غونډو کې د عمران خان او پاکستان یادونه نه ده کړې او دا څرګندوي چې په عمومي ډول پاکستان د هغه په لومړیتوبونو کې شامل نه دی.

د عمران خان بندي کول

عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې د اداري فساد او نورو جرمونو په تور زنداني شوی، عمران خان ادعا کړې وه چې متحدو ایالتونو د پاکستان د پوځ په مرسته د هغه حکومت سقوط کړی.

هغه دا خبره هم کړې ده چې له واک څخه یې لېرې کول د دې لپاره وو چې هغه غوښتل هېواد یې د امریکا له نفوذ پرته خپلواکه بهرنۍ تګلاره ولري.

خو واشنګټن او د پاکستان پوځ د عمران خان دا ادعا رد کړې ده.

د پاکستان د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د ۲۰۲۷ کال تر نومبر پورې به په دغې دندې پاتې وي. دا کار په قانون کې د پارلمان له لوري له نوي تعدیل وروسته شوی. عمران خان او د هغه د ګوند غړو دا کار غندلی دی.

د عمران خان ګوند غړو په ټاکنو کې د پارلمان اکثریت څوکۍ وګټلې، خو د هغه د ګوند غړي په ټاکنو کې د ګوند له ادرسه له درېدو څخه منع کړل شوي‌ وو او په همدې اساس، د ګوند غړو یې ونه شو کولای حکومت جوړ کړي.

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې واک ته ورسېده،‌ هغه ژمنه کړې وه چې اداري فساد به ختموي، خو د خپل حکومت د دورې تر تکمیل کېدو مخکې له واک څخه لېرې کړل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG