ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست څوکۍ ګټلو په سیالۍ کې خپلې مخالفې نوماندې کاملا هریس ته په ماتې ورکولو سره یوځل بیا د دغه هېواد ۴۷ ولسمشر شو.
سره له دې چې رسمي پایلې لا ندي اعلان شوې، خو ښاغلي ټرمپ د ۲۷۰ حوزو د رایو د حتمي ګټلو له حده زیاتې رای ترلاسه کړي او پدې توګه توانیدلی دی چې خپلې دموکراتې سیالې کاملا هریس ته ماتې ورکړي.
ډونالډ ټرمپ د نومبر پر شپږمه ګهیځ مهال په فلورېډا ایالت کې خپلو ګوندي پلويانو ته په وينا کې وويل: "دا یو داسې بری دی چې زموږ په هېواد کې یې ساری نه لیدل کېږي."
ټاکل شوې چې نوموړی د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د امریکا د ۴۷ جهور رئیس په توګه لوړه وکړي. هغه تر دې مخکې د هېواد ۴۵ ولسمشر هم پاتې شوی دی.
ټرمپ د امریکا په تاریخ کې دویم ولسمشر دی چې، له یو څلور کلن ځنډ وروسته یې بیا ټاکنې وګټلې.
د ټرمپ ټاکنې به د افغانستان او پاکستان لپاره څه پایلې ولري؟
شنونکي وايي، د افغانستان او پاکستان اړه د امریکا په تګلارو کې د ډېرو لویو بدلونونو شونتیا نه ښکاري.
په امریکا کې خبریال او شنونکی جهانګیر خټک وايي، داسې ښکاري چې ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره خپلې اړیکې ترینګلې کړي.
له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل: "د ډونالډ ټرمپ اداره به په افغانستان کې د امریکا روانه تګلاره دومدار وساتي، ځکه امریکا نه غواړي په افغانستان کې داعش او القاعده پیاوړي شي، نو د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې چې دا مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ یو څه اندازه اړیکې ته، هغه به ښايي بدلون ونه مومي."
د ډونالډ ټرمپ د لومړنۍ واکمنۍ یوه جنجالي معامله له طالبانو سره د سولې هغه هوکړه وه چې له مخې یې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو مهالوېش وټاکل شو.
د ټرمپ مخالفانو د دوحې هوکړه د طالبانو د واکمن کیدو پيلامه وبلله، خو خپله ډونالډ ټرمپ بیا ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیاله کاملا هریس تورن کړل چې وضعیت یې سم مدیریت نه کړ.
جنوبي اسیا او په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان هم د امریکا د بهرنیو چارو د تګلارې مهمه برخه ده.
خو په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ کې څېړونکی همایون خان بیا په دې اند دی چې د ټرمپ اداره کېدای شي په افغانستان کې د طالبانو ادارې سره اړیکې ښې کړي.
له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل،" زه خو په دې نظر یم چې د ټرمپ اداره کېدای شي له طالبانو سره اړیکې مثبت لوري ته یوسي. هغه ځکه چې امریکا به هلته د چین او روسیې د نفوذ مخنیوي لپاره دا هڅه وکړي. "
په امریکا کې سیاسي بدلون د نړۍ د نورو برخو په څېر پر پاکستان هم اغېز لرلای شي.
په پېښور کې شنونکی او خبریال شمیم شاهد له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، په جنوبي اسیا کې پاکستان او افغانستان د امریکا لپاره ډېر مهم هېوادونه دي او په دې لویه وچه کې لاهم د امریکا ګټې په بشپړه توګه خوندي نه دي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: "دلته د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په ګډون ګڼې نورې مسلې دي چې د امریکا لپاره ډېرې مهمې دي. نو زما په خیال امریکا که د ډونالډ ټرمپ اداره وي یا د بل ولسمشر له دې سیمې لاتعلقه نشي پاتې کېدلای. "
بلخوا په پاکستان کې د تحریک انصاف پلویانو له ډونالډ ټرمپ سره د خپل زنداني رهبر او پخواني صدر اعظم عمران خان د خوشې کولو هیلې هم تړلې دي.
په پېښور کې شنونکی ډاکټر عرفان اشرف بیا وايي، په امریکا کې میشت پاکستانیانو په مینځ کې پخوانی صدراعظم عمران خان زښته ډېر پلویان لري او هغوی به هڅه کوي چې د ټرمپ له لارې خپل رهبر راخوشی کړي.
له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل: " عمران خان په امریکا کې ډېر مخور خلک لري او د امریکا تر سنا یې اواز رسي، نو دوی به هرومرو هڅه کوي چې که کېږي نو د ټرمپ په مرسته د عمران خان د راخوشې کولو هڅه وکړي."
د عمران خان د ګوند یوې مخکښې سیاستوالې او د قامي اسمبلۍ (ولسي جرګې) غړې شاندانې ګلزار ویلي دي چې ټرمپ او خان دوستانه اړیکې لري، خو زیاته یې کړه چې "د پاکستان ولس" به عمران خان خوشې کوي.
فورم \ دبحث خونه