د سپینې مانۍ د ملي امنیت د شورا یوې چارواکې ویلي چې متحده ایالتونه پاکستان نه اړ کوي چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ دې یو غوره کړي.
د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د جنوبي اسیا د برخې مشرې ایلین لاوباچر امریکا غږ ته وویل چې واشنګټن له خپلو شریکانو غواړي په ازاد ډول خپل روابط وټاکي.
هغې پاکستان ته له خپل لومړي سفر وروسته، امریکا غږ ته په لیکلي ډول ویلي دي: «دا تکرار مهم دی چې متحده ایالتونه زموږ له شریکانو غواړي، چې له بهرني اجبار څخه پرته خپل انتخاب ولري.»
نوموړې تېره اوونۍ پاکستان ته تللې وه او څو ورځې یې تېرې کړې، هغې د پاکستان د حکومت او پوځ له لوړ پوړیو مشرانو سره هم ولیدل.
ایلین لاوباچر وویل: «هر هېواد ضرورت لري چې له مختلفو شریکانو سره با ثمره، همکار او متوازن روابط ولري، پاکستان تر نورو جلا نه دی.»
د امریکا او چین ترمنځ رقابت پاکستان ته یوه ننګونه زېږولې، واشنګټن د اسلام اباد له غلیم نوي ډهلي سره دفاعي او امنیتي روابط قوي کړي دي چې د چین د نفوذ مخه ونیسي.
د سپینې ماڼۍ مقامات وايي چې «له پاکستان او هند سره زموږ روابط د یو او بل په قیمت نه پریوځي». له هند سره د امریکا د اړیکو په زیاتوالي سره، پاکستان هڅه کوي له امریکا سره خپل روابط بیا ښه کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ روابط په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ په ضد جګړې په مهال خراب شوي، د دغې جګړې په پای کې طالبان بیا په واک کې شول.
پاکستان، چې د طالبانو په ملاتړ تورن دی، په وار وار دا تور رد کړی چې د طالبانو ننګه یې کوله. په افغانستان کې د طالبان له بیا و اکمن کېدو وروسته، واشنګټن او اسلام اباد په ګډه اندېښه ښودلې چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي.
ایلین لاوباچر تر سفر مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو سره په تیلیفون کې خبرې وکړې او د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر مایکل کوریلا د پاکستان د پوځ له لوی درستیر جنرال عاصم منیر سره په اسلام اباد کې ولیدل.
له لاباوچر څخه وپوښتل شول چې ایا پاکستان به په افغانستان کې دننه پاکستاني طالبان په نښه کړي، هغې وویل: «موږ په امنیتي مسائیلو باندې له پاکستان سره نژدې روابط لرو.»
په دې وروستیو کې پاکستاني طالبان، چې له افغان طالبانو سره همفکره دي، په دې وروستیو کې یې په پاکستان کې بریدونه زیات کړي. اسلام اباد وايي دا طالبان په افغانستان کې فعالیت لري خو افغان طالبان دا خبره نه مني.
د امریکا د ملي امنیت شورا وايي چې واشنګټن د پاکستان په غوښتنه د هغه هېواد له امنیتي ځواکونو سره د میلیونونو ډالرو په ارزښت د حیاتی تجهیزاتو مرسته کړې ده. د همدې میاشتې په پای کې په پاکستان کې د امریکا سفیر په خیبرپښتونخوا کې د ۱۷.۲ میلیون ډالرو په ارزښت د پولیسو د روزنې یو مرکز پرانیست.
خو امریکا لا هم پاکستان ته پوځي مرستې بیا نه دي پیل کړې. په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په یوټویټ کې پاکستان بې اعتباره وباله، لاوباچر ونه ویل چې د امریکا اوسنی حکومت به پاکستان سره پوځي مرستې بیا پیلوي که نه. هغې وویل: «موږ هرې قضیې ته په کتو پاکستان ته په امنیتي همکارۍ او دفاعي انتقالاتو باندې غور کول روان ساتو—هماغسې چې له نورو سره یې کوو—دا د دواړو خواو په ګټه دی.»
د تېرکال د سپتمبر په میاشت کې سپینې ماڼۍ د پاکستان د اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د ترمیم او حفاظت لپاره د ۴۵۰ میلیون ډالرو یوه معامله تائید کړه.