د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ایران سره 'رابطه لرونکی پاکستانی' د یو مقام د ترور په دسېسې جوړونې تورن کړ


د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت او څارنوالان وایي یو پاکستانی، چې له ایران سره یې روابط لرل، تورن شو چې د ایران د سپاه پاسدران د وژل شوي قومندان قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې کوم امریکایي مقام ووژني.

د عدلیې وزارت او څارنوالو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ (سنبله ۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه پاکستانی اصف رضا مرچنټ نومېږي، ۴۶ کلن دی او د ادعا له مخې هڅه یې کړې وه چې د یو امریکایي سیاستوال یا حکومتي مقام د وژلو لپاره یو اجرتي قاتل وګماري.

د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلنډ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د اصف مرچنټ په ضد د ترهګرۍ او پېسو په بدل کې د قتل تورونه څرګندوي چې «موږ به د هغو کسانو سره حساب او کتاب روان ساتو چې د امریکايي په ضد د ایران د وژونکو دسېسو د عملي کولو» هڅه کوي.

د ایران جګپوړی نظامي قوماندان، جنرال قاسم سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې د عراق د بغداد په هوایي ډګر کې د متحده ایالاتو په یوې هوایي حملې کې ووژل شو او ایران د غچ اخیستو ګواښ کړی و.

د امریکا د لوی څارنوال په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي چې په مرچنټ باندې تورونه «دلته او د باندې د ترهګرو لپاره یو پیغام» دی.

مقامات وايي چې دغه تورن په ایران کې د وخت له تېرولو وروسته له پاکستان څخه امریکا ته راغلی و، وايي کوم کس یې چې د قتل لپاره ګمارلی و، د فدرال تحقیقاتي ‌ادارې غړی او هغه پرې حکومتي چارواکي خبر کړي وو.

په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې دغه کس د کوم امریکايي چارواکو او سیاستوال د وژلو پلان لره، خو لوی څارنوال مخکې ویلي وو چې داسې کوم شواهد نه شته چې مرچنټ دې د جولاۍ په ۱۳مه نېټه د امریکا په مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې له برید سره وتړي.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا ایف بي آی مشر کرسټوفر واري، ویلي چې آصف رضا مرچنټ د اجرتي قاتل ګمارلو دسیسه د ایران لپاره عملي کوله.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو د ایران استازولۍ د اګست په میاشت کې ویلي وو چې «په دې اړه یې د امریکا له حکومت څخه هېڅ راپور نه دی ترلاسه» کړی. د ایران د رسمي دولتي‌اژانس ایرنا د دغې استازولۍ اعلامیه خپره کړې وه چې په کې ویل شوي وو «د سلیماني د وژونکي د تعقیب لپاره دا تګلاره د ایران حکومت د تګلارې خلاف» ده.

متحده ایالاتو د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو غړي باندې هم دا تور لګولی و چې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو پلان یې درلود.

د عدلیې وزارت ویلي و چې د سپاه پاسداران دې غړي، شهرام پورسافي چې لا ندی نیول شوی پلان یې درولود چې په امریکا کې یو کس ته د ښاغلي بولټن د وژلو لپاره ۳ سوه زره امریکایي ډالر ورکړي.

خو ایران بیا د جان بولټن وژلو لپاره دا ادعاوې رد کړي او «خیالي» یې بللې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG