د لاس رسي وړ اتصالات

ایران منځني ختیځ ته د امریکا د بي-۵۲ بم غورځوونکو الوتکو لیږل وغندل


د متحده ایالاتو پوځي چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې بي-۵۲ بم غورځوونکي الوتکې یې ایران ته د خبرداري په توګه منځني ختیځ ته رسېدلي دي.
د متحده ایالاتو پوځي چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې بي-۵۲ بم غورځوونکي الوتکې یې ایران ته د خبرداري په توګه منځني ختیځ ته رسېدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبې نومبر څلورمه (لړم ۱۴) منځني ختیځ ته د امریکا د بي-۵۲ بم غورځوونکو الوتکو د لیږلو غندنه وکړه او دا یې د سیمې "بې ثباته کوونکی" ګام وباله.

د متحده ایالاتو پوځي چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې بي-۵۲ بم غورځوونکي الوتکې یې ایران ته د خبرداري په توګه منځني ختیځ ته رسېدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه خبري غونډه کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ تل په دې باور یو چې په سیمه کې د امریکا موجودیت یو بې ثباته کوونکی موجودیت دی او دا به د ایران هغه ژمنتیا ته صدمه ونه رسوي چې غواړي له خپل ځان څخه دفاع وکړي."

د متحده ایالاتو بي-۵۲ بم غورځوونکي الوتکې په داسې حال کې منځني ختیځ ته تللي چې ایران ګواښ کړی چې پر خپلو پوځي اډو د اسرائیل د اکتوبر ۲۶ د بریدونو غچ اخلي.

اسرائیل دا برید پر خپله خاوره د ایران د اکتوبر لومړۍ نیټې د توغندیو د برید ځواب بللی دی. تهران ویلي وو چې د ایران ملاتړو ډلو او ددغه هېواد د انقلابي ګارډ د مشرانو د وژل کېدو د غچ اخیستلو لپاره یې پر اسرائیل د بالستیک توغندیو برید وکړ.

د ایران په خاوره کې پر پوځي اډو باندې د اسرائیل په برید کې د رادار سیستمونو ته د "جزوي" زیان اوښتو او لږ تر لږه څلورو سرتیرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. ایراني رسنیو همدارنګه ویلي چې په دې بریدونو کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی و.

بقايي وویل چې د ایران ځواب "حتمي او پرېکنده" دی. هغه زیاته کړه چې ایران په غزه او لبنان کې د اوربند د کېدو لپاره د "ټولو نوښتونو او هڅو" ملاتړ کوي، چیرې چې اسرائیل په ترتیب سره د ایران ملاتړو حماس او حزب الله وسله والو ډلو سره په جګړه بوخت دی.

اسرائیل ویلي چې د اکتوبر د ۲۶مې په برید کې د ایران دفاعي توان او د توغندیو تولید په نښه شوی و، خو تهران وویل چې د توغندیو تولید یې دوام لري.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ وویل چې ایران توغندي لري او اسرائیل به "په موږ د برید جرات ونه کړي."

بقايي د خبري غونډې په ترڅ کې وويل، د اتومي اصولو د بدلولو او اتومي وسلو جوړلو د هڅو په اړه د ايران په رسمي دريځ کې بدلون ندی راغلی.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي دا اونۍ نه یوازې اسرائیل بلکې متحده ایالاتو ته هم د "ځپونکي" ځواب ورکولو ګواښ وکړ.

خامنه يي د ایران د دولتي رسنیو له خوا په یوې خپره شوې ویډیو کې ویلي: "دښمنان که هغه صهیونیستي رژیم دی او یا د امریکا متحده ایالات، هرومرو به د هغه څه له کبله چې دوی یې له ایران، د ایران له ملت او د مقاومت له جبهې سره کوي ځپونکی ځواب ترلاسه کړی."

د خامنه‌يي وروستۍ وینا ته په اشارې سره، بقايي وویل چې تهران به د "د ځان د دفاع لپاره له ټولو لازمو لارو چارو کار واخلي."

‎ پنټاګون منځني ختیځ ته د بي-۵۲ الوتکو د لیږلو اعلان په داسې حال کې کړی چې آوازې دي ښایي ایران په راتلونکو ورځو کې په اسرائیل باندې د تیرې اکټوبر میاشتې د ۲۶ مې بریدونو په غبرګون کې ځوابي بریدونه وکړي.

سره له دې چې واشنګټن تل ټینګار کړی چې په ایران د اسرائیل هیڅ برید کې یې لاس نه درلود او نه پکې امریکایي ځواکونو برخه درلوده خو د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې منځني ختیځ ته دا اضافي نظامي تجهیزات ایران ته د خبرداري په توګه استول کیږي.

امریکایي چارواکو تهران ته خبرداری ورکړی چې که په اسرائیل برید وکړي، واشنګټن به ونشي کړی چې د اسرائیل مخه ونیسي.

غزې کې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې دا څوم ځل دی چې متحده ایالات منځني ختیځ ته اضافي نظامي تجهزات او پرسونل استولي.

پنټاګون د سپټمبر په میاشت کې ویلي و چې امریکایي سرتیري او د توغندیو هوایي دفاع سیستم اسرائیل ته استوي چې د ایراني بریدونو په مقابل کې د اسرائیل دفاع وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG