د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل وايي په لبنان کې یې د حزب الله لوړپوړی قومندان وژلی


د لبنان جنوبي سیمه
د لبنان جنوبي سیمه

د اسرائیل پوځ دوشنبې نومبر څلورمه (لړم ۱۴) وویل چې د لبنان په جنوب کې په یو هوايي برید کې یې د حزب الله جګپوړی قومندان ابو علي رضا‌ وژلی دی.

پوځ وویل دغه قومندان چې پر اسرائیلي ځواکونو باندې د توغندیو د بریدونو مسئول و، د جنوبي لبنان د برعشیت په سیمه کې په هوايي برید کې وژل شوی. د برید دقیقه نیټه نده څرګنده شوې.

پوځ په یو بیان کې وویل، رضا "د اسرائیل په دفاعي ځواکونو باندې د راکټ او ټانک ضد توغندیو د بریدونو د پلان کولو او اجرا کولو مسؤل و او په سیمه کې یې د حزب الله د فعالیتونو مشري کوله."

اسرائیل د سپتمبر په وروستیو کې په لبنان کې د حزب الله له ډلې سره د مخامخ جګړې د پیل راهیسې، ددغې ډلې پر اهدافو باندې بمبارۍ ته هم دوام ورکړی دی.

په دې وروستیو اونیو کې اسرائیل د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله په ګډون د ایران د ملاتړ لرونکې دغې ډلې یو شمېر قومندانان او لوړپوړي مشران وژلي دي.

د حزب الله او اسرائیل ترمنځ جګړه په داسې حال کې ونښته چې د حزب الله ډلې په غزه کې د حماس د ملاتړ لپاره د اسرائیل په شمالي سیمو باندې د تیر یو کال راهیسې د توغندیو بریدونه جاري ساتلي دي.

اسرائیل په غزه کې د حماس سره خونړۍ جګړه وروسته له هغه پیل کړه چې د حماس اورپکود تیر کال د اکتوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوب کې په یو برید کې، د سرائیلي مقاماتو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG