د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان په ختیځ کې د اسرائیل په هوایي برید کې ۵۲ تنه وژل شوي


آرشیف
آرشیف

د لبنان عامې روغتیا وزارت جمعه نومبر لومړۍ ( لړم ۱۱) ویلي چې د دې هیواد په ختیځ کې د اسرائیل په تازه هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ تنه وژل شویدي.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ تر هوایي بریدونو لږه شیبه وړاندې په سیمې کې خلکو ته خبرداری ورکوي خو په لبنان کې چارواکو ویلي چې د جمعې ورځې هوایي بریدونو په هکله له وړاندې هیڅ هم نه و ویل شوي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د ۵۲ کسانو وژل کیدو تر څنګ ۷۲ نور ټپي شوي هم دي خو دا یې ندي ویلي چې وژل شوي او ټپي شوي کسان عام خلک که د حزب الله وسله وال و.

د اسرائیل پوځ هم چې د تیرې اکټوبر میاشتې له لومړۍ نیټې یې په لبنان باندې یرغل پیل کړي، تر اوسه پدې برید تبصره نده کړي.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ وایي په بریدونو کې د حزب الله وسله وال په نښه کوي خو پدې بریدونو کې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

په لبنان کې د اسرائیل هوایي بریدونه داسې مهال زور اخلي چې د متحده ایالاتو جګپوړي حکومتي چارواکي په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې پیل کیدو د مخنیوي لپاره په دیپلوماسۍ اخته دي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي آی اې مشر، ویلیم برنز تیره ورځ د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي سره وکتل چې د څو میاشتو راهیسې د قطر او متحده ایالاتو سره په ګډه په غزې کې د حماس او اسرائیل تر منځ جګړې په پای ته رسولو کې منځګړتوب کوي.

د السیسي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړو مشرانو په غزې کې د کړکیچ کمولو په لارو چارو، د اوربند خبرو مخته وړلو او دې تړانګې ته چې د اسرائیل په هوایي بمباریو کې تقریباً له منځه تللې، د بشري مرستو لاسرسي غوره کولو په هکله خبرې کړیدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG