د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو ۱.۶ میلیارد ډالر ګټه اوکراین سره د مرستې لپاره چمتو کړې


د اروپايي کمیسیون مشره اورسلا ون درلاین
د اروپايي کمیسیون مشره اورسلا ون درلاین

اروپايي اتحادیې د جمعې په ورځ جولای ۲۶ (زمري پنځمه) وویل چې د روسیې د کنګل شويو شتمنیو څخه د ترلاسه شوې ګټې ۱.۵ میلیارد یورو (۱.۶ میلیارد ډالر) د اوکراین سره د مرستې لپاره چمتو شوي دي.

د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو د می په میاشت کې پرېکړه وکړه چې د روسیې د مرکزي بانک د کنګل شويو شتمنیو د میلیاردونو ډالرو ګټه به د اوکراین سره په مرستې او له جګړې وروسته ددغه هېواد په بیارغونه ولګوي.

په اوکراین باندې د روسیې د ۲۰۲۲ له یرغل وروسته، پر مسکو باندې د بندیزونو د یوې برخې په توګه اروپايي اتحادیې د روسیې د مرکزي بانک شاوخوا ۲۰۰ میلیارده یورو کنګل کړي چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې په بلجیم کې د نړیوالو زیرمو سازمان (یوروکلیر" لخوا ساتل کیږي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسلا ون درلاین په یو بیان کې وویل: "اروپایي اتحادیه له اوکراین سره ولاړه ده. نن موږ د اوکراین د دفاع او بیارغونې لپاره د روسیې د غیر منقولو شتمنیو څخه ۱.۵ میلیارد یورو لیږدوو."

هغې زیاته کړه: "د کریملین د پیسو تر دې بل ښه کارول نشي کیدای، بلکې دا چې اوکراین او ټوله اروپا ورباندې د اوسیدو لپاره خوندي ځای کړي."

دا پیسې پخپله کنګل شوې شتمنۍ ندي بلکې ددغو شتمنیو له ګټې څخه ترلاسه کیږي. بروکسل وویل چې د پیسو ۹۰ سلنه به د "اروپا د سولې تاسیساتو" په نامه صندوق ته ورکړل شي چې اوکراین ته د وسلو برابرولو لپاره کارول کیږي او پاتې ۱۰ سلنه به یې د اوکراین د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي صندوق ته واستول شي.

د اوکراین صدراعظم ډینس شیمګال د اروپايي ټولنې د ملاتړ مننه وکړه.

هغه په ټولنیزو شبکو کې په خپاره کړي یو پیغام کې وویل: "د اوکراین د دفاع او بیارغونې لپاره ستاسو د ټینګ ملاتړ او د پام وړ مرستې لپاره د ون درلاین او اروپايي اتحادیې څخه مننه کوم."

د اوکراین د دفاع وزارت وویل: "موږ د اروپایي اتحادیې څخه مننه کوو چې دا مهم ګام یې اخیستی. دا ګام به زموږ د دفاعي وړتیاوو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي."

خو روسیې د اقدام غندلی او هغه یې "غیرقانوني" بللی دی.

د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين وياند ديميتري پيسکوف خبريالانو ته وويل: "د اروپايي ټولنې لخوا دداسې غیرقانوني پرېکړو عملي کېدل ددې لامل کیږي چې په غبرګون کې یې پرځای اقدامات ترسره کېږي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG