د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د خزانې وزیرې جي۷ د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په اړه 'پرېکنده' پرېکړې ته هڅولی


د متحده ایالاتو د خزانې وزیره جینټ یلن د ایټالیا په سټریسا کې د جي۷ د وزیرانو په غونډه کې
د متحده ایالاتو د خزانې وزیره جینټ یلن د ایټالیا په سټریسا کې د جي۷ د وزیرانو په غونډه کې

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جینټ یلن د پنجشنبې په ورځ می ۲۳ (غبرګولي درېیمه) په ایټالیا کې د جي۷ وزیرانو په غونډه کې وغوښتل چې د اوکراین سره د مرستې په خاطر د کنګل شويو روسي شتمنیو د کارولو لپاره په "پریکنده انتخابونو" کار وکړي.

د نړۍ د اوو قدرتونو وزیران او د مرکزي بانکونو رئیسان د ایټالیا په شمالي ښار سټریسا کې ددې دپاره راټول شوي چې راتلونکې میاشت ددغه هېواد په پوګلیا کې د جي۷ د سرمشریزې لپاره چمتووالی ونیسي.

د غونډې د اجنډا په سر کې دا پلان شامل دی چې په اروپا کې د روسیې د مرکزي بانک د ۳۲۵ میلیارد ډالرو کنګل شویو پیسو سود له اوکراین سره د مرستې لپاره وکارول شي.

اروپایی اتحادیې په روانه میاشت کې په دې اړه موافقه وکړه چې د کنګل شویو پیسو په سود باندې، چې د کاله شاوخوا درې میلیارد ډالر کیږي، اوکراین ته وسلې وپېرل شي.

له غونډې مخکې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې، یلن د دې پلان هرکلی وکړ، خو زیاته یې کړه: "موږ باید د ټولو اړوندو خطرونو په پام کې نیولو سره په ګډه عمل کولو لپاره د لا زیاتو هوښیارو انتخابونو په اړه خپل ګډو هلو ځلو ته دوام ورکړو."

هغې وویل چې جي۷ مشرانو ته د وړاندې کولو لپاره "کوټلي انتخابونه" غواړي او زیاته یې کړه: "د اوکراین د راتلونکي لپاره او زموږ د خپل اقتصاد د ثبات او زموږ د خلکو د امنیت لپاره، د اضافي اقداماتو کولو کې پاتې راتګ یو اختیار نه دی."

متحده ایالاتو وړاندیز کړی چې اوکراین ته، چې له دوو کلونو راهیسې د روسیې د یرغل په وړاندې مبارزه کوي، تر ۵۰ میلیارد ډالرو پورې داسې پورونه تادیه شي چې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو سود یې د ضمانت په توګه ومنل شي.

د متحده ایالاتو د پلان توضیحات لا تراوسه ندي نهايي شوي، دا چې یوازې امریکا، که د جي۷ ټول غړي هیوادونه او یا بل څوک دا پور صادروي.

د ایټالیا د خزانې سرچینو ویلي چې ټاکل شوې ده د جي۷ په روانه غونډه کې ددغو توضیحاتو سپیناوی رامنځته شي.

سرچینې وویل چې د متحده ایالاتو وړاندیز یو "په زړه پورې لاره" ده خو "هره پریکړه باید قوي قانوني اساس ولري."

خو په دې لړ کې وخت مهم بلل شوی، ځکه چې کیف ته د اروپا مرستې ورو شوي او په واشنګټن کې د سیاسي جنجالونو له کبله دا مرستي د څو میاشتو لپاره په ټپه درېدلي دي او له کبله یې روسیه په جګړه کې وړاندې شوې ده.

د متحده ایالاتو او ایټالیا سربیره، په جي۷ کې بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني او جاپان شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG