د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې لسګونه طالب او داعش وسله وال تسلیم شوي- چارواکي


د کونړ په شپږو ولسوالیو کې لا داعش فعال دي
د کونړ په شپږو ولسوالیو کې لا داعش فعال دي

د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې چارواکي وایي شاوخوا ۱۵۰ وسله وال طالبان او د داعش جګړه ماران حکومت ته تسلیم شول.

چارواکي وايي په دغو وسله والو کې ۱۱۰ تنه یې طالبان او ۴۰ نور یې د داعش ډلې غړي دي او خپلې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې یې حکومت ته سپارلي دي.

د کونړ مرستیال والي ډاکټر ګل محمد بیدار د چهارشنبې په ورځ د «وږې میاشتې پر۱۳مه» د سولې پروسې ته د دغو وسله والو د راتګ مراسمو کې خبریالانو ته وویل: "تېره یوه نیمه میاشت کې د طالبانو او داعش د جګړو، حکومتي او قومي خلکو په هڅو دغه ۱۵۰ طالبان او داعش راغلل او خپلې وسلې یې کېښودې په دغو کسانو کې ۱۱۰ یې طالبان دي او څلوېښت پکې داعش دي."

هغه وايي ډېر ژر به نور طالب او داعش وسله وال هم د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

حکومت ته تسلیم شوي وسله وال
حکومت ته تسلیم شوي وسله وال

د سولې له پروسې سره یو ځای شویو وسله والو کې د داعش ډلې مشهور قوماندان مولوی عبد البصیر هم شامل دی،چې چارواکي وايي، دغه سړی د کونړ لپاره د داعش والي و.

د کونړ مرستیال والي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل:"مولوی عبد البصیر په کونړ کې د داعش ډلې بنسټ کیښودونکی و. د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل دره کې د چلس نومې یو ځای دی چې د داعش مرکز و د هغې مشر و او وروسته بیا د داعش ډلې د کونړ عمومي مشر یا والي شو."

مولوی عبد البصیر پخوا د طالبانو سیمه ییز قوماندان و او ۲۰۱۰ میلادي کال کې یې د (یو ایس ای ډي) یوه بریتانوی کارکوونکې لېنډا هم برمته کړې وه چې د بهرنیو ځواکونو لخوا د هغې د ژغورنې په عملیاتو کې وژل شوې وه.

مولوی عبدالبصر وايي، نوره جګړه نه کوي او د یوالي لپاره به کار وکړي.

د کونړ لپاره د داعش تسلیم شوی والي عبدالبصیر
د کونړ لپاره د داعش تسلیم شوی والي عبدالبصیر

نوموړي وویل "هر سړی په خپل ځای ژړا او فریاد کوو، خو په عزم سره نه راپاڅېږو. موږ باید ددغو افغانانو د امن او یوالي لپاره سره یو شو."

د تسلیم شویو طالبانو په استازولۍ شیخ طالب جان وايي، نوره جګړه نه کوي او هڅه به وکړي چې نور ملګري هم د سولې پروسې ته راولي.

نوموړي وویل "موږ جګړه وکړه، خو هیڅ ګټه مو ونه کړه. موږ د پیسو لپاره دلته نه یو راغلي، بلکې ددې لپاره راغلو او وسله مو کېښودله چې نور افغان وژنه نه کوو. هڅه به وکړو چې نور خلک هم راپخلا کړو او جګړې ته د پای ټکی کېږدو."

د کونړ چارواکي وايي، دا اوس د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې طالبان او داعش خپلو کې په جګړه دي او داعش ډله د کونړ په شپږو ولسوالیو کې فعاله ده.

XS
SM
MD
LG