د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د طالبانو ‌‌‌‌‌مهم قوماندان نجم الدین وژل شوی


د کونړ چارواکي وايي چې افغان ځانګړو ځواکونو 'صفر دو قطعې' تېره شپه د ماڼوګي ولسوالۍ په خلقلام سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې یې د یو مهم قوماندان نجم الدین له دوو نورو ملګرو سره وژلی دی.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم امریکا غږ ته وویل چې قوماندان نجم الدین مخکې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې مهم قوماندان و، خو تازه بېرته د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډلې ته اوښتی و.

غني مصمم وویل له نجم الدین سره یې دوه نور مهم ملګري هم وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان هم امریکا غږ ته وویل چې قوماندان نجم الدین ‌‌‌‌‌‌ډېرو حکومتي او حکومت پلوه خلکو په وژنه کې لاس درلود.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې قوماندان نجم الدین په دې وروستیو کې له داعش سره و، خو خپلمنځي اختلافات یې لرل.

قوماندان نجم الدین د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ موقت حکومت کې د لنډ وخت لپاره د کونړ امنیه قوماندان هم و.

وروسته باغي شو وروسته حکومت ته تسلیم شو خو وروسته بیا ځلې غره ته وخوت او د حکومت پر ضد یې جګړه پیل کړه.

قوماندان نجم الدین تر ‌‌‌‌‌‌ډېرو کلونو پورې د طالبانو قوماندان و، خو وروسته له داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې سره یو ځای شو، که څه هم حکومتي مقامات وايي چې قوماندان نجم الدین اوس د طالبانو قوماندان و، خو د سیمې ځینو اوسېدونکو امریکا غږ ته وویل چې قوماندان نجم الدین بېرته د طالبانو لیکو ته نه و ورغلی.

XS
SM
MD
LG