د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش د مشر یو مهم ساتونکی نیول شوی


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د داعش ډلې د مشر عمر خراساني یو مهم ساتونکی عبدالواجد یې نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي نن پنجشنبه امریکا غږ ته وویل، چې نوموړی تېره شپه په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

هغه وویل، نیول شوی کس چې د داعش ډلې د وژل شوي مشر عمر خراساني له مهمو ساتونکو څخه و، د ځینو هدفي وژنو په لپاره بهسودو ولسوالۍ ته راغلی و.

ښاغلي خوګیاڼي وویل، چې نیول شوی کس د داعش ډلې په لیکو کې پراخ نفوذ لري.

پر همدې مهال نیول شوی کس چې ځان د داعش په لیکو کې د زهیر په نوم سره معرفي کوي وايي، له څه باندې ۲۰ میاشتو راپدېخوا په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې سره یو ځای شوی او تر هغه وروسته په کونړ کې د دغه ډلې له قوماندان عمر خراساني سره یو ځای شو.

پر همدې مهال امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د شیرین په نوم د وسله والو طالبانو د یو مهم قوماندان د نیول کېدو خبر هم ورکوي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان امریکا غږ ته وویل، یاد قوماندان چې تېره شپه نیول شوی د سرخ رودو ولسوالۍ پر ودانۍ په انتحاري حملو کې لاس درولود.

هغه وايي، نیول شوي کس پر سرخرود ولسوالۍ د انتحاري حملې پلان درلود چې هدف ته ترسېدو مخکې ونیول شو.

داعش او طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG