د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د داعش ډلې غړي نیول شوي


افغان چارواکي وایي چې د داعش ډلې ۴ غړي چې په کې د پوهنتون یو استاد هم شامل دی په کابل کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نیول شوي کسان د داعش ډلې لپاره د جلب او جذب دنده پر مخ بیوله او په کابل کې یې ګڼې حملې پلان کړې وې.

د نیول شویو کسانو تر منځ د کابل پوهنتون استاد، مبشر مسلمیار هم شامل دی او پاتې کسان د کابل پوهنتون څخه فارغ شوي محصلین ښودل شوي دي.

د څیړنو په ترڅ کې نیول شویو کسانو دا منلې چې په ننګرهار ولایت کې یې د داعش ډلې سره همکاري درلودله.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل پوهنتون استاد په داسې تور نیول کیږي. څو اونۍ وړاندې هم د همدې پوهنتون یو بل استاد په ورته تور باندې نیول شوی و.

د داعش ډله چې اکثر د خپلې خبري پاڼې (اعماق) له لارې خپل نظر وړاندې کوي، تر دې دمه یې ددغې پیښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG