د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د القاعده او داعش غړي وژل شوي


حکومتي چارواکي وايي چې د کونړ په څوکۍ او وټه پور ولسوالیو کې د ځمکنیو عملیاتو او هوايي بریدونو په پایله کې لس داعش او څلور د القاعده شبکې غړي وژل شوي دي.

ختیځ زون کې د ملي اردو قوماندانۍ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د تېرو څلرویشتو ساعتونو په اوږدو کې افغان ګ‌‌‌‌‌‌ډو ځواکونو د کونړ څوکۍ ولسوالۍ غرنیو سیمو کې د داعش خلاف د قهر سیلاب اته نمبر عملیاتو کې لس داعش وسله وال وژلي دي او درې نور یې زخمیان کړي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان وايي د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډو حکومتي ځواکونو عملیات روان دي، ګڼ داعش وسله وال پکې وژل شوي او ‌‌‌‌‌‌حکومتي قواوو ‌‌‌‌‌‌ډېر لوی او واړه کلي هم نیولي دي.

نوموړی وايي لږې سیمې لا پاتې دي چې د دیوه ګل دره کاملآ تصفیه او د حکومتي قواو په لاس کې شي.

کونړ کې د القاعده شبکې څلور غړي وژل شوي

خیتځ زون کې د پوځ قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایتلاف ځواکونو بې پیلوټه طیارې په یو برید کې چې تېره ورځ یې د وټه پور ولسوالۍ په خاټي بان‌‌‌‌‌‌ډه کې کړی د القاعده شبکې څلور غړي وژلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه څلور کسان حبیب الرحمن مشهور په ملک، سید اجان، نعمت الله او ملا جان شامل دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم هم دغه پېښه تایید کړې ده.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌یا بلې ‌‌‌‌‌‌ډلې د کونړ په ولایت کې د شویو عملیاتو او پکې د اوښتې مرګ ژوبلې د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG