د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړې دوه زره کورنۍ بېځایه کړي


د کونړ د چپې درې په ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر منځ له روان جنګ نه تر شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي او خوندي سیمو ته یې ځانونه ویستلي دي.

د کونړ د کډوالو رئیس عبد الرشید ساپي امریکا غږ ته وویل له سروې وروسته به سیمې ته مرستې ور ورسیږي. ځايي خلک وايي له څو شپو راهیسې د چپې درې له جګړې کډه شویو کورنیو ډېرو یې به بیابانونو کې اړولي او تر اوسه هیڅ مرسته نه ده ور رسېدلې.

جګړه له وړمې ورځې راهیسې پیل شوې او د کونړ حکومتي مقاماتو ویلي چې د داعش او طالبانو په دغه جنګ کې د دواړو غاړو تر شلو وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي حکومتي ځواکونه هڅه کوي ددغو داوړو ډلو له خپلمنځي جګړو په ګټه اخیستنه عملیات وکړي.

داعش او طالبانو له چپې درې وړاندې په ګاونډ ماڼوګي ولسوالۍ کې هم سختې جګړې وکړې چې په ډېرو سیمو یې داعش وسله وال حاکم شول.

XS
SM
MD
LG