د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ډله په پرله‌ پسې ډول ځپل شوې ـ افغان حکومت


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، داعش ډله په افغانستان کې په پرله پسې ډول ځپل شوې او رهبري یې څو ځله له منځه وړل شوې ده.

افغان چارواکي پر داسې مهال دا څرګندونۍ کوي چې د ملګرو ملتونو د نظارت کمېټې پخپل راپور کې ویلي، د خراسان په نوم سیمه کې چې افغانسان هم پکې شامل دی د داعش ډلې ۴زره وسله وال حضور لري.

امنیت شورا په یاده سیمه کې د داعش وسله والو د حضور په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې داعش د افغانستان لپاره خپل نوی مشر هم معرفي کړی دی.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل نن چهارشنبه د «زمري پر۹مه» رسنیو ته ویلي، چې د داعش رهبري څو ځله له منځه وړل شوې ده.

هغه ویلي:"زموږ امنیتي سرتېري چمتو دي، چې د هر حرکت په وړاندې یې اقدام وکړي او هغه له منځه یوسي،موږ مکلف یو چې د هرې ډلې په وړاندې چې زموږ د خلکو ثبات او نظم ته ګواښ پېښوي ولاړ یو او هغه له منځه وړو."

تر دا مهاله د افغانستان لپاره د داعش ډلې شپږ مهم مشران او قوماندان ،ملا عبدالروف، عمر خراساني، ابو سعید، عبدالحسیب، حافظ سعید او سعد ارهابي، په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

د امریکا پنټګان هم روانه میاشت پخپل یو راپور کې په افغانستان کې د اعش د حضور د پراختیا په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې دغه ډله د افغانستان له ځنګلونو څخه د خپلو عایداتي سرچینو په توګه کار اخلي.

روان کال د ناټو عمومي منشي هم ویلي و چې داعش ډله په افغانستان کې د ودې هڅه کوي، خو زیاته کړې وه چې د دغه ډلې سره د مبارزې په برخه کې به د افغان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکړي.

داعش وسله وال تر ډېره په ننګرهار، کونړ، جوزجان او بغلان ولایتونو حضور لري.

دغه ډلې روان کال، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت، د افغانستان دفاعي پوهنتون پر محصلینو د بریدونو ترڅنګ د یو شمېر نورو چاودنو مسؤلیت هم منلی دی.

افغان حکومت چې د یادې ډلې پر ضد د جدي اقداماتو تر سره کېدو خبر ورکوي، روانه میاشت یې د کابل پوهنتون دوه تنه استادان هم له دغه ډلې سره د همکارۍ په تور ونیول.

XS
SM
MD
LG