د لاس رسي وړ اتصالات

ستولتنبرگ: د سولې موافقې د نشتون په صورت کې ناټو په افغانستان کې پاته کیږي


د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو عمومي منشي ویلي چې د افغان ځواکونو د ملاتړ دوام او د افغانستان د سولې بهیر د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اجندا کې شامل دي.

ینز ستولتنبرگ د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې یو ځل بیا د ٢٠٢۴ کال پورې د افغان ځواکونو څخه ددې تړون د مرستو په دوام ټینگار وکړ، خو وویل چې په افغانستان کې د ناټو قواو د شتون دوام او څرنگوالی به د سولې د احتمالي موافقې متن او د هغه هیواد د دولت غوښتنه وټاکي.

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بشپړه وتل د افغانستان د سولې لپاره د طالبانو یوه غوښتنه ده.

ښاغلي ستولتنبرگ د سې شنبې په ورځ جون ٢٥ (چنگاښ ۴) خبریالانو ته وویل چې ناټو او متحدین یې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د مذاکراتو ملاتړ کوي.

د ناټو عمومي منشي ټینگار وکړ چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د نه موافقې په صورت کې ددې تړون ځواکونه به په افغانستان کې پاته وي.

د ناټو دغه لوړپوړي مقام په افغانستان کې د داعش ډلې د جنگیالیو شتون د اندیښنې وړ وباله او وویل چې دغه ډله هڅه کوي خپل قلمرو پراخ کړي.

پدې ترڅ کې د ناټو تړون لپاره د امریکا دایمي استازې کی بیلي هاچیسون، وویل چې هغوی د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د تروریزم ضد جگړې ته دوام ورکوي.

میرمن هاچیسون د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ تماسونو ته په اشارې وویل: "هیله من یو چې ډیر ژر ښایي د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختگ شاهد واوسو، که څه هم چې دغه پرمختیا ترلاسه کول اسان کار ندی. فکر کوم چې هغه (خلیلزاد) به واقعي پرمختیا ترلاسه کړي."

میرمن هاچیسون له دې پرته چې مشخصه کړي ایا ایران په افغانستان کې د فعالو ترهگرو ملاتړ کوي یا نه، تهران یې په سیمه کې د ترهگرو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

ټاکل شوې چې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه د چهارشنبې په ورځ (جون ٢٦) د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې وشي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد به ددې غونډې په یوه برخه کې چې افغانستان ته ځانگړې شوې برخه واخلي.

رپوټ: صمصامه سیرت - امریکا غږ - بروکسل

XS
SM
MD
LG