د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو غړي په واشنګټن کې پر افغان سولې غږیږي


د ناټو سازمان ۷۰ یمه کلیزه د پنجشنبې په ورځ ( اپریل ۴) په واشنګټن کې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون لمانځل کیږي.

د ناټو سازمان مشر ینس سټولټنبرګ نن سه شنبه ( اپریل ۲) په بروکسل کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې د نورو مسلو ترڅنګ دوی د افغانستان د سولې او په افغانستان کې د خپل ماموریت په هکله به هم په لمانځغونډه کې خبرې وکړي.

د ناټو سازمان مشر وايي چې دوی افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړ دي، په افغانستان کې د خپلو پوځي روزونکو شمیر یې هم زیات کړی او غواړي طالبانو ته دا پیغام ورسوي چې د جګړې په ډګر کې بریالي کیدی نه شي او باید د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي.

ینس ستولټنبرګ وايي "د بهرنیو چارو وزیران به د ترهګرۍ پروړاندې په مبارزه کې د ناټو پر رول او په افغانستان کې پر یوه سیاسي حل باندې هم خبرې وکړي".

ښاغلی ستولټنبرګ وايي چې تیره اونۍ د څلورم ځل لپاره زلمي خلیلزاد د ناټو له متحدینو سره سلا مشورې وکړې، او په کابل کې د ناټو قوماندان له خلیلزاد سره هر څه له نږدې څاري.

ستولټنبرګ وايي "موږ په ګډه افغانستان کې یو او د راتلونکي حضور لپاره به په ګډه سره پریکړه کوو".

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سازمان مشر وايي چې دوی تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان پوځ سره مالي مرسته کوي او له اړتیا پرته په افغانستان کې د پاتې کیدو نیت نه لري.

له دې ټولو سره سره ولسمشر ډانلد ټرمپ د ناټو سازمان پر غړو هیوادونو نیوکه کړې او وايي چې هغوی ډیره کمه ونډه اخلي او ټوله تکیه یې پر امریکا ده.

د ټاکنیزو مبارزو پرمهال ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ناټو سازمان په هکله واضح دریځ درلود او د اتلانتیک دواړه خواوې یې حیرانې کړې وې. هغه ویلي وو چې "ناټو له کاره لویدلی یو زوړ سازمان دی". د ښاغلي ټرمپ دغو څرگندونو د امریکا د ناټو متحدین په غوسه کړي دي.

بلخوا د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ کارپوهان په دې نظر دي چې په تاریخ کې د ناټو سازمان یو بریالی پوځي اتحاد دی.

د اتلانتیک شورا غړی مارک سیماکوفسکي وايي "د ناټو سازمان په تیرو وختونو کې دا ښودلې ده، چې دوی د یو شمیر ننګونو پروړاندې، د غوره بدلون وړتیا لري مثلآ د روسیې تهدیدونو کنترول ، د سایبري بریدونو مخنیوی او داسی نور ناتو د دفاعي قوت د پراختیا دپاره لگښتونه لا زیات کړي دي".

پوځي لګښت د ټرمپ لپاره اساسي مسله ده، چې تل یې پر اروپايي متحدینو فشار راوړی ترڅو خپله ونډه پراخه کړي.

د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د پریکړې پر اساس هر هیواد باید د خپل کلني خالص عاید دوه فیصده په پوځي برخه ولګوي، خو د ناټو سازمان ۲۹ هیوادونو له ډلې یوازې ۷ یې تر کال ۲۰۱۸ پورې دغه کار کړی وو. یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې د دوه فیصده بودجې لګول ډیر اړین دي.

د ناټو سازمان پر افغان سولې غږیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

اویا کاله مخکې د ۱۹۴۹ کال د اپریل په ۴ نیټه د ناټو سازمان یا د شمالي اتلانتیک د سازمان تړون په واشنګټن کې جوړ شو چې مرکزي قومانداني یې د بلجیم په بروکسل کې ده او ۲۹ هیوادونه یې غړي دي.

XS
SM
MD
LG