د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د خپل شپږم سفر په ترڅ کې کابل ته راغلی


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خپل شپږم سفر په درشل کې ته راغلی دی.

زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي چې کابل ته تر رسېدو وروسته یې نن دوشنبه (وري میاشتې ۱۲) سهار د ولسمشر غني د دفتر د رئیس سلام رحیمي او د سولې شورا د دارالانشاء د مشر عمر داودزي په ګډون د سولې په اړه د افغان حکومت د مرکچي پلاوي سره هم کتلي دي.

هغه ویلي:" موږ د بین الافغاني خبرو د ډېرې عاجلې اړتیا په اړه سره خبرې کړي دي."

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون امریکا غږ ته وویل، چې ښاغلي خلیلزاد له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره نن تر ماسپښین وروسته وکتل او د سولې په اړه د خپل سفر معلومات یې له نوموړي سره شریک کړل.

اجرائیه ریاست هیله من دی چې د افغان حکومت لخوا د مذاکراتي تېم له اعلان نه وروسته طالبان له افغان حکومت سره خبرو کولو ته حاضر شي.

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د تېرې مارچې میاشتې پر ۲۵مه نېټه افغانستان، سیمې او اروپا ته شپږم سفر پيل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په یوې اعلامیې کې ویلي و چې ښاغلی خلیلزاد به د خپل سفر په ترڅ کې له اوو هېوادونو افغانستان، پاکستان، بریتانیې، ازبکستان، بجلیم، اردن او قطر څخه لیدنه وکړي.

دغه وزارت ویلي و چې، زلمی خلیلزاد به په کابل کې له افغان حکومت او نورو افغانانو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر بڼې د غږېدو ترڅنګ د یو پراخ بین الافغاني مذاکراتي ټېم د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.

خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې تېره میاشت د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په واشنګټن کې پر نوموړي په تندو انتقادونو سره وویل چې په افغاستان کې د واک تر لاسه کولو په لټه کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي محب څرګندونو ته سخت غبرګون وښود او داسې رپوټه هم خپاره شول چې امریکايي چارواکي نور له محب سره یو ځای کار کولو ته لېوالتیا نه لري.

خو زلمي خلیلزاد تر هغه وروسته له بي بي سي سره مرکه کې وویل، چې د سولې په خبرو کې کومه شخصي اجنډا نه‌لري.

XS
SM
MD
LG