د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې په اړه د واحد نظر د رامنځته کولو لپاره د ارگ هڅې


د سولې د روانو هڅو په اړه د یو واحد دریځ رامنځته کولو لپاره ولسمشر محمد اشرف غني د کرزي په ګډون له یو شمېر سیاسي شخصیتونو سره کتلي.

دا کتنه پر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې په نږدې وخت کې زلمی خلیلزاد له کابل ته ولاړ شي.

دغه لیدنه چې عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، کریم خلیلي او د ولسمشر دوهم مرستیال سرودانش هم ګډون کړی و نن له غرمې مخکې تر سره شوې.

ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر لسمه»په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي:" په دې کتنه کې یادو شخصیتونو د سولې په پروسه کې د جریانونو، اقشارو او نویو واقعیتونو څخه د غوره استازیتوب په موخه خپلې مشورې وړاندې کړې."

ولسمشر غني پر داسې مهال له سیاسي او جهادي شخصیتونو سره ګوري، چې ټاکل شوې د اپرېل میاشتې پر ۱۴مه او ۱۵مه په قطر کې د افغان سیاسي او جهادي ډلو او طالب استازو ترمنځ غونډه تر سره شي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر چې د دوحیې غونډې د همغږۍ چارې مخته وړي‌ تېره اونۍ امریکاغږ ته وویل، چې دغه غونډه کې د ګډون په هدف د سیاسي ګوندونو او نورو سیاسي او جهادي بهیرنو د استازو چمتووالی روان دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې دا مهال د افغان سولې په تړوا په شپږم سفر وتلی، تر دې مخکې د سولې په خبرو کې د افغان حکومت په مشرۍ د یو داسي ملي ټېم پر رامنځته کولو ټینګار کړی و چې د جهادي او سیاسي ډلو د استازو ترڅنګ د ټولو افغانانو استازي پکښي ګډون ولري.

تر هغه وروسته افغان حکومت خبرداری ورکړ چې د سولې د مرکچي پلاوي د پراخولو په هدف یې د بېلابېلو ډلو له استازو سره سلا مشورې پيل کړي دي.

ارګ نن شنبه ویلي، چې دا مشورې په دې خاطر تر سره شوي چې سولې ته د رسېدو لپاره متعددې هڅې د واحد دریځ په توګه د خبرو اترو په بهیر بدلې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د خلیلزاد د شپږم سفر په ترڅ کې وویل، چې ښاغلی خلیلزاد به کابل ته د سفر پر مهال د سولې په اړه د افغان حکومت تر څنګ د بېلا بېلو سیاسي ډلو او مدني بنسټونو سره د یو پراخ بین الافغاني مذاکراتي ټېم د رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړي.

زلمی خلیلزاد چې تېره اونۍ په اروپا کې و د راپورونو له‌مخې ټاکل شوې نن شنبه کابل ته هم راشي او د افغان چارواکو سره د سولې په اړه له نژدې وګوري.

XS
SM
MD
LG