د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي او پاکستاني چارواکو په ټویټر کې شخړه کړې


د شیرین مزاري او جان بس ټويټري شخړه
د شیرین مزاري او جان بس ټويټري شخړه

د پاکستان د بشري حقونو د چارو وزیرې د صدراعظم عمران خان پر خلاف په افغانستان کې د امریکا د سفیر وروستیو څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی دی.

وزیرې شیرين مزاري د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو سفیر جان بس ته” لنډی- ټیټ قدی-“ ویلی دی.

میرمن مزاري په دې پارېدلې چې ولې ښاغلي بس په ټویټر کې عمران خان ته لیکلي ووچې د کرکټ ځینې برخې په ډیپلوماسۍ کې کار نه ورکوي.

جان بس د کرکټ د بال ټیمپرنګ خبره کړې وه. بال ټیمپرنګ په کرکټ کې هغه حالت ته وایي چې توپ اچوونکی میدان ته په کتلو د نوي توپ د خرابولو او یا یې اصلي بڼې د بدلولو کوښښ کوي چې مخالف لوري ته ستونزې جوړې کړي.

ښاغلي بس له هغه وروسته دا ټویټ وکړ چې عمران خان ویلي وو چې د افغانستان د ستونزې حل د موقت حکومت جوړول دي. د سفیر بس هدف دا و چې عمران خان ته ووايي چې د افغانستان په داخلي چارو او سولې د بهیر په اړه منفي خبرې ونکړي.

خو ددغو خبرو په ځواب کې د پاکستان د بشري حقونو د چارو وزیرې، شیرین مزاري په خپل ټويټر کې ولیکل:” لنډیه- ټیټ قدیه-! دا خبره ښکاره ده چې د کرکټ، افغانستان اوسیمې په اړه ستاسو معلومات کم دي. ستا ناپوهي ستا خوشبختي نه ده. ”

د شیرین مزاري دغو خبرو په خواله رسنیو کې د خلکو ګن غبرګونونه هم پارولي. ځینو لیکلي چې دغه رنګ خبرې د دپلوماتیکي اصولو د پښو لاندې کول دي او ځینو خو لا اندښینه ښودلې چې دغه رنګ خبرې به د امریکا او پاکستان اړیکو باندې ناوړه اغیزې ولري.

شیرین مزاري خپلو منتقیدینو ته هم ځوابونه لیکلي. یو کس ته یې لیکلي " د کومو دیپلوماتیکي اصولو خبرې کوئ؟ امریکايي ديپلوماتان هره ورځ دغه اصول ماتوي، له خلیلزاده نیولې تر دغه ناپوه پورې!"

د پاکستانيو رسنیو د راپور له ‌مخې عمران خان د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره خبرو کې په افغانستان کې د یو بې طرفه موقت حکومت وړاندیز کړی و چې د افغانستان د حکومت لخوا یې په کلکو ټکو غندنه وشوه.

د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د عمران خان د دغو څرګندونو په اړه ټویټ کړی و. هغه لیکلي وو چې د عمران خان دا ډول څرګندونې د افغانستان د سولې په بهیر کې رغنده رول نشي لوبولی.

XS
SM
MD
LG