د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې "داعش" د زرګونو ماشومانو د واکسین کېدو مخه نیولې


د پلان له مخې سږکال باید ۱۶۸۰۰۰ ماشومانو ته په کونړ کې د ګوزڼ واکسین وشي
د پلان له مخې سږکال باید ۱۶۸۰۰۰ ماشومانو ته په کونړ کې د ګوزڼ واکسین وشي

په کونړ کې چارواکي وايي د داعش وسله والې ډلې له کبله شاوخوا۲۷۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین نه دی شوی.

د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکټر عزیز ساپي امریکا غږ ته وویل چې دغه ماشومان له تېرو څو میاشتو راهیسې له واکسین محروم پاتې دي.

هغه وویل "۲۷ زره هغه ماشومان له واکسین کولو پاتې دي چې داعش هلته حاکم دي او ۳۰۰۰ هغه ماشومان له واکسین کولو پاتې دي چې د طالبانو ځینې ګروپونه یې مخالفت کوي."

نوموړی وايي د کونړ په شپږو ولسوالیو کې د داعش ډله فعاله ده چې له حکومتي ولکې په څنګزنو سیمو کې د واکسین پر وړاندې مخالفت کوي.

هغه زیاتوي چې تر اوسه لا داعش ډلې سره د قومي مشرانو کومه اړیکه نه ده شوې او خپلو هڅو ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړه" د نورګل، څوکۍ، نرنګ، ماڼوګي، وټه پور او چپې درې ولسوالیو کې داعش ماشومان نه پرېږدي چې واکسین شي."

په همدې حال کې د کونړ د کتلوي معافیت مشر مسول ډاکټر محمد اسحق امریکا غږ ته وویل چې قومي مشرانو هلې ځلې پیل کړي چې وسله والو ته قناعت ورکړي چې په دغو سیمو کې واکسین ته اجازه ورکړي.

د کونړ ولایت ځايي اوسېدونکي وايي چې مخالف وسله وال دې د کوچنیانو ژوند په خطر کې نه اچوي او باید واکسیناتوران پرېږدي چې ماشومانو ته واکسین ورسوي.

محمد لایق د کونړ د مرکز اسداباد اوسېدونکی دی، هغه وايي" زموږ د ماشومانو ژوند ته دې پام وکړي،که هره ډله ده، د عامو خلکو ژوند دې په خطر کې نه اچوي.

که څه هم تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو خلکو ته ډېرې اندېښنې راولاړې دي، وايي که یې ماشومانو ته واکسین ونه رسېږي نو ممکن په فلج اخته شي.

تېر ميلادي کال د افغانستان په کچه د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې چې درې یې د کونړ په ولایت کې دي. په کونړ کې چارواکي وایي هر کال باید لږ تر لږه ۱۶۸۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین وشي او سږکال هم همدومره ماشومان په پام کې نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG