فلسطیني چارواکي وايي په غزه کې د اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او د بیروت له جنوبي څنډو څخه له هغه یو ساعت وروسته لوګي پورته شوي چې اسرائیلي ځواکونو ددغه سیمې اوسېدونکو ته د وتلو امر وکړ.
په داسې حال کې چې جګړه دوام لري، نړیوالو مرستندویه ډلو په یو راپور کې ویلي چې اسرائیل غزې ته د مرستو رسولو ته د اجازې ورکولو لپاره د امریکا له لورې ورکړل شوی ضرب الاجل نه دی پوره کړی.
خو د اسرائیل پوځ ویلي چې د سه شنبې نومبر ۱۲ (لړم ۲۲) د ضرب الاجل د پوره کېدو یوه ورځ وړاندې یې د غزې تړانګې ته د مرستو رسولو نوې لاره پرانیستې او د تړانګې شمالي برخو ته د خوراکي توکو او اوبو سلګونه کڅوړې وړل شوې دي.
د بایډن ادارې تیره میاشت اسرائیل ته خبرداری ورکړ که غزې ته خوراکي توکي او اکمالات "زیات" نکړي، د امریکا د پوځي مرستو د کمېدو سره به مخامخ شي.
د سه شنبې په ورځ د اتو نړیوالو مرستندویه سازمانونو یوې ډلې وویل چې د متحده ایالاتو د غوښتنې سره سم د ۱۹ اقداماتو څخه، اسرائیل د پنځلسو په پلې کولو کې پاتې راغلی او څلور نور یې یوازې په جزوي توګه عملي کړي دي.
په راپور کې ویل شوي: "اسرائیل نه یوازې د متحده ایالاتو د غوښتنو په پوره کولو کې چې د بشردوستانه مرستو ملاتړ وښيي، پاتې راغلی بلکې په ورته وخت کې یې داسې اقدامات کړي چې په ډراماتیک ډول یې په ځانګړې توګه په شمالي غزه کې وضعیت خراب کړی دی. د نن ورځې وضعیت د یوې میاشتې دمخه په پرتله په خورا خراب حالت کې دی."
د بشردوستانه چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي چې تېره میاشت شمالي غزې ته د مرستو د رسولو او له سیمې څخه د لیدنو د ۸۵ سلنه هڅو غوښتنه رد شوې او یا یط مخه نیول شوې ده.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ وویل چې له اسرائیلي چارواکو څخه غزې ته د تګ لپاره له امنیتي پوستو څخه د تیریدو ۹۸ غوښتنې شوي او یوازې ۱۵ یې منل شوي دې.
چارواکو اسوشیټیډ پریس ته وویل، د اسرائیل امنیتي کابینې د دوشنبې په شپه د غزې لپاره نورې مرستې تصویب کړې، او له دې سره به په مرستو بار د هغو لاریو شمېر زیات شي چې هره ورځ غزې ته داخلیږي.
په غزه کې د ناصر روغتون د چارواکو په وینا، د دوشنبې په ورځ ناوخته برید د خان یونس په لویدیځ کې په یوه کافېټیریا کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل. د سه شنبې په سهار د غزې په مرکزي برخه کې د کډوالو په یو کمپ کې په بل برید کې د درې کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د سه شنبې په سهار، د اسرائیل پوځ د لبنان پایتخت بیروت ښار په جنوبي برخه کې اوسیدونکو ته امر وکړ چې له سیمې سمدستي ووځي، او خبرداری یې ورکړ چې هلته په نږدې راتلونکي کې د حزب الله په اهدافو برید کوي.
د پوځ ویاند اوویچای ادرای په ایکس باندې په یو پوست کې ولیکل: "تاسو د حزب الله سره تړلو تاسیساتو او ګټو ته نږدې موقعیت لرئ، چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې په خلاف عمل وکړي." په دغه پوست کې د هغه ودانیو نقشه شامله وه چې ورباندې برید کیږي.
له یو ساعت څخه لږ وروسته، د فرانس پرس اژانس په وینا، په سیمه کې دوه بریدونه وشول. عیني شاهدانو دغه اژانس ته وویل چې له هوايي برید دمخه په سیمه کې د ډزو غږونه اوریدل کیدل.
د اسرائيل د دفاع وزير اسرائيل کاتز د سه شنبې په ورځ وويل چې له پوځي چارواکو سره د ليدنې پر مهال يې يو ځل بيا ټينګار کړی چې اسرائيل به په پوره قوت سره پر حزب الله بريدونو ته دوام ورکړي او اوربند ته به غاړه نه ږدي.
ددې مطلب په چمتو کولو کې د رویټرز، اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو معلومات کارول شوي دي.
فورم \ دبحث خونه