د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ښځینه خبریالانې معلوماتو ته د لاس رسي ستونزې سره مخ دي – نظرپوښتنه


ښخینه خبریالانو د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان ویلي چې معلوماتو ته نه لاس رسي تر ۹۰ فیصدو پورې د هغوی پر کار منفي اغیز کړې ده. (عکس ارشیف).
ښخینه خبریالانو د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان ویلي چې معلوماتو ته نه لاس رسي تر ۹۰ فیصدو پورې د هغوی پر کار منفي اغیز کړې ده. (عکس ارشیف).

د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان د افغان ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې یو شمیر افغان ښځینه خبریالانې چې لا هم په دغه هیواد کې په رسنیو کې کار کوي د سختو ستونزو او ننګونو سره مخ دي او په ډیرو برخو کې د طالبانو د چارواکو په ګډون ادارې هغوی ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومې ۱۱) ویلي چې د لسګونو ښځینه خبریالانو ترمنځ یې یوه نظر پوښتنه ترسره کړې چې ددغې نظر پوښتنې د موندنو پر اساس امنیتي، پوهنې، روغتیا ادارې او د طالبانو د ریاست والوزرا دفتر ښځینه خبریالانو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

طالبانو پر افغانستان باندې د بیا واکمنیدو راهیسې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په پرله پسې ډول په رسنیو کې د ښځو د کار په ګډون پر ښځو باندې مخ په زیاتیدونکي توګه محدودیتونه لګولي دي.

په دې محدودیتونو کې په ملي تلویزیون کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز، د لاریونونو او د مدني اعتراضي د غونډو د پوښښ منع کیدل، د موسیقۍ خپریدل منع کول، د ښځو پر جامو محدودیت او په رسنیو کې د ښځو د ځای تفکیک، سړیو سره د ښځو پر مرکو بندیز او برعکس یې او لسګونه نور محدودیتونه هم شامل دي.

همداشان د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په یو شمیر ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځو د غږ پر خپرولو هم بندیز لګولی دی.

د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان ویلي چې په انلاین بڼه یې پوښتنې د افغاسنتان په دننه کې د یو شمیر ښځینه خبریالانو سره چې اوس مهال په دغه هیواد کې په رسنیو کې کار کوي شریکې کړي دي، چې هغوی جنسیتي تبعيض ۳۸ سلنه او د حقایقو بربڼډولو وېره ۳۳ سلنه هغه لوی لاملونه بللي چې طالبان يې له کبله معلومات ښځینه خبریالانو سره نه شريکوي.

ددې راپور له مخې د ۱۰۲ ښځینه خبریالانو سره چې اکثره یې په افغانستان کې میشتې دي په دې نظر پوښتنه کې برخه اخیستې او ددغه سازمان پوښتنو ته یې ځواب ورکړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي: "۵۸ سلنه ښځینه خبریالانې د معلوماتو د ردېدو په صورت کې هېڅ کومې ادارې ته مراجعه نه کوي یا یې نه شي کولای چې دا په خپله د موجوده میکانیزمونو کمزورتیا څرګندوي".

د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان ویلي چې دوه پر درېیمه برخه ګډون‌ کوونکې د قانوني تضمين نشتوالي ته اشاره کړې او ویلي دي چې د "یو نامسووله رژیم پر وړاندې" خوندي نه دي.

په جرمني کې د افغان خبریالانو د ملاتړ میشت دغه سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ څخه په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو څخه ملاتړ او دفاع د بل هر وخت پرتله اړینه ده.

ښخینه خبریالانو د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان ته ویلي چې معلوماتو ته نه لاس رسي تر ۹۰ سلنه پورې د هغوی پر کار منفي اغیز کړې دی.

ددغه سازمان موندنې ښيي چې ۶۹ سلنه ښځینه خبریالانو ویلي چې ددغو د ستونزو په حل کې ورسره هیڅ چا یا کومې ادارې مرسته نه ده کړې، ۲۹ سلنه نورو ویلي چې د خبریالانو ملاتړ ادارو ته یې شکایت کړی دی او یوازې پنځه سلنه دغو ښځینه خبریالانو خپل شکایتونه د رسنیو د سرغړونو د اوریدو کمیسیون سره شریک کړي دي.

د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان دا نظرپوښتنه په داسې حال کې خپره کړې، د بې پولې خبریالانو د سازمان په ګډون د خبریالانو د ملاتړ سازمانونو ۲۰۲۴ کال د افغان خبریالانو او د رسنیو لپاره د یو ستونزمن کال په توګه یاد کړی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یو وروستي راپور کې ویلي چې طالبانو د رسنیو د ازادۍ، خبریالانو د خوندیتوب په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د مړینې زنګ غږولی دی.

ددغه سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل په پرله پسې ډول یې پر رسنیو باندې محدودیتونه لګولي دي، چې د سلګونو رسنیو د بندیدو ترڅنګ رسنۍ او خبریالان پر ځان باندې پخپله سانسور لګولو ته اړ شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په دغه موده کې ۴۳ سلنه رسنې بندې شوي او د ۱۲ زره خبریالانو له ډلې له دریو څخه له دوو برخو زیاتو یې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو او د رسنیو کاغرکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG