د حماس یو جګپوړي مقام د جمعې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) وویل ډله یې په غزه کې "اوربند ته چمتو ده" او د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غواړي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر اسرائیل فشار راوړي.
د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم د فرانس پرس اژانس ته وویل، "حماس په غزه کې اوربند ته چمتو دی که چیرې د اوربند وړاندیز وشي، په دې شرط چې د اسرائیل لخوا ورته درناوی وشي."
هغه وویل، "موږ د متحده ایالاتو پر ادارې او ټرمپ غږ کوو چې د اسرائیل پر حکومت فشار راوړي چې تیري پای ته ورسوي."
نعیم زیاته کړه، "حماس منځګړیو ته خبر ورکړی چې دوی د هر هغه وړاندیز چې ورته وړاندې شي پلوي دي کوم چې په غزې تړانګې کې د قاطع اوربند او د د پوځیانو د وتلو لامل شي او بې ځایه شویو خلکو ته اجازه ورکړي چې بیرته راستانه شي، یوه جدي معامله چې بندیان تبادله شي، د بشري مرستو ننوتلو او بیارغونې ته اجازه ورکړي."
دا هماغه غوښتنې دي چې حماس د جګړې له پیل راهیسې د اوربند د خبرو اترو په پرله پسې پړاوونو کې کړې دي.
د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې، ډونالډ ټرمپ په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګولو او د اسرائیل د واک د پیاوړتیا ژمنه کړې وه.
د حماس د سیاسي دفتر غړي نعیم دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې قطر د شنبې په ورځ وویل، د غزې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په معاملې کې د کلیدي منځګړي په توګه خپل رول تر هغه ځنډوي چې حماس او اسرائیل په خبرو کې "جدیت" وښيي.
قطر چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د حماس د سیاسي مشرتابه کوربه توب کوي، د تیر کال د اکټوبر په اوومه په اسرائیل باندې د فلسطیني ډلې د برید له امله د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو په خاطر په میاشتو میاشتو اوږدې ډیپلوماسۍ کې ښکیل دی.
د اسرائیل د رسمي شمیرو او د فرانس پرس د شمیرو له مخې، پر اسرائیل د حماس د برید په پایله کې ۱۲۰۶ کسان ووژل چې اکثر یې ملکي وګړي وو.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې ملګري ملتونه یې د اعتبار وړ ګڼي، د اسرائیل په غچ اخیستونکي کمپاین کې په غزه کې ۴۳۷۶۴ کسان وژل شوي، چې اکثر یې ولسي وګړي دي.
فورم \ دبحث خونه