د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن له اسرائیل وغوښتل په غزه کې په جګړه کې 'اوږده وقفه' پلې کړي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چهارشنبې نومبر ۱۳ (لړم ۲۳) له اسرائیل وغوښتل چې د غزې په تړانګه کې په جګړه کې "ریښتینې او اوږدمهاله وقفه" پلې کړي ترڅو دغې تړانګې ته اړینې بشري مرستې ورسیږي.

دا غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې په غزه کې د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره د متحده ایالاتو لخوا ټاکل شوی ضرب الاجل پای ته ورسید. بلینکن وویل که څه هم اسرائیل د ولسمشر جو بایډن د ادارې لخوا د ټاکل شوي ضرب الاجل وړاندې د بشري کړکیچ د حل لپاره ډیری ګامونه پورته کړي، خو نور کار ته اړتیا ده.

بلینکن بروکسل ته د سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: "موږ اړتیا لرو چې د غزې په ډیرو سیمو کې په ریښتینې او پراخه توګه په جګړه کې وقفه راشي او هر ډول نښتې ودرول شي، ترڅو مرستې په اغیزناکه توګه هغو خلکو ته ورسیږي چې ورته اړتیا لري."

په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس اورپکو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه په اسرائیل کې یو بې ساري برید وکړ. د هغه راهیسې د روانې جګړې له کبله د غزې تړانګه له سخت بشري ناورین سره مخامخ بلل شوې ده.

تیره میاشت، بلینکن او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ استین اسرائیل ته په یو لیک کې د متحده ایالاتو له خوا د نومبر ۱۳مې د ضرب الاجل په اړه خبرداری ورکړ چې که په غزه کې د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره بشردوستانه مرستو ته اجازه ورنکړي، د امریکا د نظامي مرستو د کمېدو له خطر سره به مخامخ شي.

بلینکن د چهارشنبې په ورځ وویل: "هدف دا و چې اسرائیل ته د بیړې احساس پیدا کړي ترڅو د ناوړه بشري وضعیت د حل کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي."

اسرائیل له هغه راهیسې د متحده ایالاتو له لورې د ۱۵ غوښتل شویو ګامونو څخه ۱۲ پلي کړي خو "درې لویې مسئلې" لاهم نه دي حل شوي چې یوه یې په جګړه کې د پراخې وقفې راوستل دي.

د بلینکن په وینا، په نورو دوو غوښتنو کې، فلسطیني خاورې ته د داخلېدلو لپاره د سوداګریزو مالونو وړونکو لاریو ته اجازه ورکول او د تخلیې د امرونو پای ته رسول شامل دي ترڅو خلک وکولی شي د اسرائیلي ځواکونو له عملیاتو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شي.

بلینکن وویل: "اوس که څه هم جګړه پای ته نده رسېدلې او موږ باوري یو چې باید پای ته رسیږي، ددې وخت دی چې د بشردوستانه ګامونو په بشپړ ډول پلي کیدل وګورو."

په اسرائیل کې د حماس اورپکو د تیر کال د اکتوبر ۷مې په برید کې، د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

ددغه برید په غبرګون کې د حماس خلاف د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې، په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۴۳۶۶۵ کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکیان ښودل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG