د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د پارلمان نیول شویو غړو ته د پارلمان په غونډه کې د ګډون اجازه ورکړه


د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان په زرګونو ملاتړو په اسلام اباد کې مظاهره کړې.
د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان په زرګونو ملاتړو په اسلام اباد کې مظاهره کړې.

په پاکستان کې د پارلمان څو تنه غړو چې د زنداني شوي پخواني صدراعظم عمران خان په حق کې د اعتراض کولو په تړاو نیول شوي، پنجشنبې سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۲) اجازه ترلاسه کړه چې د پارلمان په غونډه کې ګډون وکړي.

د پارلمان دغه غړي په روانه اونۍ کې په پایتخت اسلام اباد کې په خپلو دفترونو او نورو ځایونو کې نیول شوي او د پاکستان د مظاهرو او ترهګرۍ ضد قانون په ماتولو تورن شوي دي.

دغو وکیلانو د پنجشنبې په ورځ د پارلمان په غونډه کې ګډون وکړ او ویې ویل چې د پارلمان د رئیس له لورې دغه امر شوی چې هغوی د پارلمان په غونډه کې له ګډون کولو وروسته زندان ته ستانه کړل شي.

د عمران خان ملاتړي وکیل شیرافضل مروت د پارلمان غونډې ته په وینا کې د پارلمان له رئیس څخه ددغه پرېکړې له کبله مننه وکړه. مروت په پاکستان کې روان سیاسي تاوتریخوالي ته په اشارې سره وویل چې "د پارلمان په تالار کې کرکه پر ټول هېواد باندې اغېزه کوي."

د عمران خان په زرګونو ملاتړي د یکشنبې په ورځ د یوې سوله ایزې مظاهرې لپاره راټول شوي وو او پولیسو یې د خورولو لپاره اوښکې بهونکي ګاز وشیندل.

حکومتي چارواکو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د ملاتړو دغې مظاهرې ته اجازه ورکړې وه خو ورڅخه یې غوښتي وو چې باید په یو مشخص وخت مظاهره پای ته ورسیږي او ددغو شرایطو د ماتولو په صورت کې یې د مظاهره کوونکو په خلاف د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی و.

دا په پاکستان کې د مظاهرو په اړه تېره اونۍ د نوي قانون له جوړېدو وروسته لومړنۍ مظاهره ده. د بشري حقونو ډلو نیوکه کړې چې دغه قانون د مظاهره کوونکو د ځپلو لپاره رامنځته شوی دی.

د تېر کال په اګست کې د عمران خان د زنداني کېدو راهیسې د هغه په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر دفترونو او کارکوونکو باندې ګڼې چاپې وهل شوي دي. عمران خان پر ځان باندې لګېدلي تورونه سیاسي دسیسه بللې چې هدف یې د نوموړي په خبره، واک ته د هغه د بیرته ستنېدو مخنیوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG