د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو پاکستان کې د عمران خان ګوند جګپوړي مشران نیولي


پولیسو په پاکستان کې دوشنبه سپټمبر نهمه ( وږي ۱۹) د مخکني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر مشران نیولي او تشدد کولو ته د خلکو هڅولو تورونه یې پرې لګولي دي.

د پولیسو دې اقدام څخه یوه ورځ وړاندې د PTI لسګونو زرو پلویانو په پایتخت اسلام آباد کې لاریون وکړ، د زندان څخه د خپل مشر خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه او د پولیسو او امنیتي ځواکونو سره یې اخ او ډب وکړ.

د پولیسو لخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند په نیول شویو مشرانو کې د ګوند مشر، ګوهر خان هم شامل دی چې تشدد ته د خلکو پارونې تور پرې لګول شوی دی.

یو شمیر ویډیوګانې او انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، په کې ښودل کیږي چې پولیس ښاغلی خان له خپل موټر څخه باسي او د پولیسو موټر خوا ته یې ټیل وهي.

د پي ټي آی ګوند په یوې اعلامیې کې ویلي چې پولیسو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ددې ګوند مشرانو باندې چاپې وهلي او نیولي یې دي خو د شمیر په هکله یې څه ندي ویلي.

د پاکستان پولیسو هم تر دې دمه پدې باره کې تبصره نده کړې. د ګوند ویاند ذوالفقار بخاري د پولیسو دا کړنه غندلې ده او د یکشنبې ورځ لاریون په بدل کې د دومره ډیرو کسانو نیول کیدل یې "په تلوار غبرګون" بللی دی.

د عمران خان لسګونو زرو پلویانو د یکشنبې په ورځ په اسلام آباد کې لاریون وکړ او د خپل مشر خوشې کیدو غوښتنه یې کوله.
د عمران خان لسګونو زرو پلویانو د یکشنبې په ورځ په اسلام آباد کې لاریون وکړ او د خپل مشر خوشې کیدو غوښتنه یې کوله.

ښاغلي بخاري همدارنګه ویلي چې د ګوند مشران ځکه نیول شوي چې د عمران د خوشې کیدو لپاره یې جدي دریځ غوره کړی و.

د تحریک انصاف ګوند مشران داسې مهال نیول کیږي چې دې ګوند د اکس په شبکې کې د تیرې ورځې لاریون په هکله د عمران خان غبرګون خپور کړی.

ښاغلي خان په سوله ایزه توګه د لاریون کولو له کبله د خپلو پلویانو څخه مننه کړې او دا یې هم له قوله لیکل شوي چې "تاسو پخپل استقامت او مبارزې سره د ډار ځولانې ماتې کړې".

د یکشنبې ورځې په لاریون کې د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر مشرانو په تنده لهجه خبرې وکړلې او دا خبرداری هم ورکړی و که عمران خان په راتلونکو دوو اوونیو کې له زندان څخه آزاد نشي، دوي به یې په زور خوشې کړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین هم پدې لاریون کې سخته وینا وکړه چې په غبرګون کې یې چارواکو وویل د دوو اوونیو مهلت ورکولو له کبله به په ښاغلي امین تورونه ولګول شي.

د امین یو ویاند سیمه ایز تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې اړیکه یې ورسره نده شوې او معلومه نده چې هغه به هم د نورو مشرانو په څیر نیول شوی وي او که نه ځان یې د نیول کیدو څخه بچ کیدو په خاطر پټ کړی.

په عمران خان باندې څه باندې ۱۵۰ د پولیسو قضیې دي او د یو کال څخه زیاته موده کیږي چې په زندان کې دی.

خو د دې ټولو قضیو سربیره، ښاغلی خان په پاکستان کې د ولس تر منځ یو محبوب سیاستوال دی. منتقدین او د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې عمران یې مشر دی، وایي چې د پولیسو دا قضیې سیاسي انګیزه لري.

دی په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان لخوا د عدم اعتماد تر رایه ګیرۍ وروسته له واک لیرې کړل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG