د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د پاکستان تحریک انصاف ګوند رئیس خوشې کړی


د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند وایي چې پولیسو سه شنبه سپټمبر ۱۰ ( وږي ۲۰) د دې ګوند رئیس، ګوهر خان چې تیره ورځ یې نیولی و، خوشې کړیدی.

پولیسو ګوهر خان تیره ورځ د پارلمان ودانۍ په مخکې ونیوه او دا تور یې پرې لګولی و چې خلک یې تشدد کولو ته پارولي و.

د اسلام آباد پولیسو هم په یوې اعلامیې کې د ګوهر خان خوشې کیدل تائید کړي خو دا یې ندي ویلی چې د تحریک انصاف ګوند دا جګپوړی چارواکی یې د کوم دلیل پر اساس نیولی و.

پخپله ګوهر خان هم چې د پاکستان د پارلمان غړی دی، تر خوشې کیدو وروسته یې د پولیسو لخوا خپل نیول کیدل په پارلمان باندې برید وباله او د ملي اسامبلې له مشر یې وغوښتل چې پدې هکله پلټنې وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند ذوالفقار بخاري وویل چې لا هم د دې ګوند ۱۲ مشران د پولیسو سره بندیان دي خو د نومونو په هکله یې څه ندي ویلي.

بل پلو د دې ګوند مشرتابه د پولیسو کړنې غندلي دي او هوډ یې څرګند کړی چې د عمران خان تر خوشې کیدو به یې مبارزې روانې وي.

د یکشنبې ورځې په لاریون کې د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر مشرانو په تنده لهجه خبرې وکړلې او دا خبرداری هم ورکړی و که عمران خان په راتلونکو دوو اوونیو کې له زندان څخه آزاد نشي، دوي به یې په زور خوشې کړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین هم پدې لاریون کې سخته وینا وکړه چې په غبرګون کې یې چارواکو وویل د دوو اوونیو مهلت ورکولو له کبله به په ښاغلي امین تورونه ولګول شي.

د امین یو ویاند سیمه ایز تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې اړیکه یې ورسره نده شوې او معلومه نده چې هغه به هم د نورو مشرانو په څیر نیول شوی وي او که نه ځان یې د نیول کیدو څخه بچ کیدو په خاطر پټ کړی.

په عمران خان باندې څه باندې ۱۵۰ د پولیسو قضیې دي او د یو کال څخه زیاته موده کیږي چې په زندان کې دی.

خو د دې ټولو قضیو سربیره، ښاغلی خان په پاکستان کې د ولس تر منځ یو محبوب سیاستوال دی. منتقدین او د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې عمران یې مشر دی، وایي چې د پولیسو دا قضیې سیاسي انګیزه لري.

دی په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان لخوا د عدم اعتماد تر رایه ګیرۍ وروسته له واک لیرې کړل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG