د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پارلمان شپږ غړي د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شوي


د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د ګوند شپږ غړي د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) د ترهګرۍ ضد یوې محکمې ته حاضر کړل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس یو خبریال ویلي چې محکمه یې لیدلې، دا پېښه له هغه وروسته شوې چې د تحریک انصاف ګوند مشرانو په اسلام اباد کې یوه لویه مظاهره تنظیم کړې وه.

د عمران خان د ګوند «تحریک انصاف» یو مقام هم دغې محکمې ته حاضر کړل شوی و، پولیسو پر هغه عریضه کړې چې «په مقاماتو یې بریدونه» کړي، «وسله وال چپاو» یې کړی او «ناقانونه غونډې» یې کړي دي.

د تحریک انصاف ګوند مطبوعاتي څانګې ویلي دي چې تېره ورځ د دغه ګوند له یو شمېر استازو څخه، چې د پاکستان د ملي اسمبلۍ له ودانۍ څخه وتل، پولیس چاپېر شوي دي.

د تحریک انصاف یو مشر او د ملي اسمبلۍ غړي محمد شعیب شاهین، چې د نورو استازو سره په محکمې کې د قاضي په مخکې ولاړ و، وویل: «زه په ځايي وخت د ماښام په ۷:۳۰ له خپل دفتر څخه څخه یوړل شوی یم.»

هغه زیاته کړه: «دا واړه خنډونه زموږ مخه نه شي نیولای. موږ د عمران خان سرتېري یو او له هغه سره به ولاړ یو.»

دا محکمه داسې مهال شوې چې د تحریک انصاف ګوند زرګونو پلویانو د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې مظاهرې وکړې چې پولیسو د اوښلن ګازو په استعمال سره خواره واره کړل.

مظاهره کوونکو د خپل مشر عمران خان د خلاصون غوښتنه کوله، عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې سلب صلاحیت شو او د درغلیو او ځینو نورو تورونو له کبله بندي شوی، خو هغه او ګوند یې دا تورونه سیاسي بولي.

راپورونه وايي چې مقاماتو د تحریک انصاف ګوند غړو ته د مظاهرې اجازه ورکړې وه خو، مظاهره کوونکي له ټاکلي وخت څخه ډېر پاتې شوي وو او چارواکو خبرداری ورکړی و چې «د اجازه نامه څخه د سرغړونې» په اړه به قانوني اقدامات وشي. د بشري حقونو ډلې وایي داسې چلند او قانون د بیان د ازادۍ مخنیوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG