د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس جګپوړي غړي وایي په اوکراین کې د روسیې جګړې په هکله یې بحثونه پيل کړي تر څو د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه ژمنه پوره شي چې د انتخاباتي غونډو پر مهال یې د دې جګړې د پای ته رسولو په هکله کړې وه.
ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن را روانه چارشنبې د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره وګوري چې تیره اوونۍ یې د ښاغلي بایډن مرستیالې، کاملا هریس ته د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ماتې ورکړه.
د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي چې مایک پمپیو او نیکي هیلي به یې د حکومت برخه نه وي.
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مشرې کارین ژان پییر د شنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۹) په یو بیان کې وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د لیدنې بلنه ورکړې ده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په یو پیغام کې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي وویله او د واک د سوله ییز انتقال پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په متحده ایالاتو کې په سیمه ایز وخت سه شنبه نومبر پنځه ( لړم ۱۵) د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د لومړنیو شمیرل شویو رایو څخه څرګندیږي، چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپلې سیالې او د دیموکرات ګوند کاندیدې، کاملا هریس څخه ډیرې رایې ګټلې دي او د دویم ځل لپاره به سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي.
ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د منتخب ولسمشر په توګه د متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.
د امریکا په متحده ایالاتو کې میشت یو شمیر افغانان د امریکا د نوي جمهور رئیس څخه غواړي چې افغانستان له پامه ونه غورځوي او ددغه هیواد د خلکو برخه لیک په اړه بې تفاوته پاتې نشي.
د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د پنسلوانیا په ګډون د څو پرېکنده او سیالو ایالتونو په ګټلو سره بریا ته نږدې شوی دی.
د متحدو ایالتونو د فدرال د تحقیقاتو ادارې (اف بي آی) د ټاکنو سره همهاله امریکایانو ته د جعلي خبرونو او د ټاکنو د ګډوډولو په اړه د ځینو هېوادونو د مداخلې خبرداری ورکړی دی.
د متحدو ایالتونو په عمومي ټاکنو کې د ولسمشر د ټاکل تر څنګ، رایه ورکوونکي به د کانګرس غړي هم ټاکي.
په متحدو ایالتونو کې سه شنبه نومبر پنځمه (لړم۱۵) میلیونونه خلک رایه ورکوي چې پرېکړه وکړي چې راتلونکی ولسمشر یا ولسمشره یې څوک شي؛ کاملا هریس شي او او که ډونالډ ټرمپ.
نور پورته کول