د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن ټرمپ ته د مبارکۍ په پیغام کې د 'واک په سوله ییز انتقال' ټینګار وکړ


بايډن او ټرمپ
بايډن او ټرمپ

د امریکا ولسمشر جو بایډن په یو پیغام کې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي وویله او د واک د سوله ییز انتقال پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

جمهوري غوښتونکي ټرمپ د سه شنبې په ورځ د امریکا په انتخاباتو کې دموکراتي سیالې کاملا هریس ته ماتې ورکړه.

د سي ان ان تلویزیوني شبکې په وینا، بایډن ټرمپ ته سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړه چې د لیږد پروسې په اړه بحث وکړي. د ټرمپ د ورتګ نیټه د بایډن د ټیم لخوا همغږي کیږي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي چې بایډن په ټیلیفوني اړیکه کې د سوله ییز او رغنده سیاسي انتقال لپاره خپله اراده اعلان کړه او د دغه هېواد د یووالي لپاره یې د همکارۍ پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

ټاکل شوې چې بایډن نن د پنجشنبې په ورځ د واشنګټن پر وخت له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د امریکا ولس ته وینا وکړي.

د هریس د "زړورتیا" ستاینه

جو بایډن د خپلې مرستیالې کاملا هریس سره په یو جلا تیلیفوني تماس کې د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبازره کې د هغې هڅې "تاریخي" وبللې او ویې ستایلې.

هریس د چهارشنبې په ماښام نومبر شپږمه (لړم ۱۶) په واشنګټن ډي سي کې د خپلو پلویانو یوې ډلې ته په وینا کې په ټاکنو کې خپله ماتې ومنله او ژمنه یې وکړه چې ټرمپ ته به واک په سوله ییز ډول انتقال کړي. هغې وویل: "مونږ باید ددې ټاکنو پایلې ومنو. د نن ورځې په لومړیو کې مې د منتخب ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې اړ د هغه د بریا مبارکي مې ورکړه."

د هریس د وینا څخه څو شیبې وروسته بایډن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هریس د "صداقت" او "زړورتیا" ستاینه وکړه.
بایډن لیکلي: "هغه څه چې نن ورځ امریکا ولیدل هغه کاملا هریس وه چې زه یې پیژنم او په ژوره توګه ستاینه یې کوم: یوه فوق‌العاده ملګرې او یو خدمتګار مقام چې د صداقت ، زړورتیا او شخصیت څخه برخمنه" ده.

ټرمپ ته د اوباما د مبارکۍ پیغام

د امریکا پخواني ولسمشر براک اوباما هم په یو بیان کې ټرمپ ته د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده. اوباما، د دیموکرات ګوند د نورو مشرانو په څیر، "د واک د سوله ایز لیږد پر اهمیت" ټینګار کړی دی.

په دې بیان کې اوباما ویلي چې د انتخاباتو نتیجه هغه څه نه وه چې دوی یې تمه درلوده، خو د ده په وینا په یوه ډیموکراسۍ کې خلکو ته لازمه ده چې خپله ماتې ومني او د واک سوله ییز انتقال ته درناوی وکړي.

اوباما د کاملا هاریس او د هغې د مرستیال تم والز انتخاباتي هڅې وستایلې او هغوی يې "دوه غوره خدمتګاران" او د هغوی کمپاین یې "فوق‌العاده" وباله.

ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه لوړه وکړي او بیا به د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه واک ترلاسه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG