د لاس رسي وړ اتصالات

هرېس ټاکنو کې خپله ماتې ومنله او ټرمپ ته یې د بري مبارکي ورکړه


کاملا هرېس د جمهوري ریاست د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند کاندیده وه.
کاملا هرېس د جمهوري ریاست د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند کاندیده وه.

د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند کاندېدې کاملا هرېس په انتخاباتو کې خپله ماتې ومنله او خپل سیال ډونالډ ټرمپ ته یې د ټاکنو د ګټلو مبارکي ورکړه.

کاملا هرېس د چهارشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم۱۶) په واشنګټن کې د هاورډ په پوهنتون کې، چې دا ترې فارغه ده، خپل پلویان وهڅول چې د خپلو مفکورو لپاره «مبارزه روانه» وساتي. هغې وویل چې د ټاکنو پایلې منې، خو «له هغې مبارزې څخه به لاس نه اخلي» چې انتخاباتي کمپاین یې «قوت وربخښلی» دی.

هرېس وویل چې «له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مې خبرې وکړې او د بري مبارکي مې» ورکړه او « د واک په سوله ایز انتقال کې به» ورسره همکاري کوي.

هغې زیاته کړه چې د ټاکنو پایلو ته درناوی «دیموکراسي له سلطنتي او استبدادي [نظامونو] څخه جلا کوي. هر هغه څوک چې د خلکو باور ترلاسه کول غواړي، باید درناوی یې» وکړي.

هرېس وویل: «د نتایجو پایلې هاغسې نه دي چې موږ غوښتل، نه هغه څه دي چې موږ ورته مبارزه وکړه او رایه مو ورکړه، خو زما دا خبره واورئ‌ چې تر څو پورې موږ مبارزه کوو او نه تسلیمېږو، د امریکا د ژمنې څراغ به روښانه بلېږي.»

تېره ورځ د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هریس ته ماتې ورکړه او د امریکا ۴۷م ولسمشر شو. ډونالډ ټرمپ له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د متحدو ایالتونو ولسمشر و.

کاملا هریس دا مهال د متحدو ایالتونو د برحاله ولسمشر جوبایډن مرستیاله ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG