د سوداګرۍ ګډه خونه: د پاکستان او افغانستان ټرانزيټ تجارت ۸۴ سلنه کم شوی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ۲۰۲۲ مالي کال کې د ټرانزيټ تجارت حجم څه باندې اووه ميليارده ډالر وو، چې په ۲۰۲۳ کال کې په دې کې ۵۹ سلنه کموالی راغلی او دا تجارت دوه اعشاريه اته ميليارده ډالرو ته راټيټ شوی وو

په پاکستان کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشران وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټرانزيټ تجارت کې ۸۴ سلنه کمی راغلی او د تېر ۲۰۲۳ کال د جولای او اګست مياشتو پرتله د روان ۲۰۲۴ کال په جولای او اګست میاشتو کې معلومه شوې چې دغه سوداګري له څه باندې ۱.۲ ميليارده ډالرو څخه شاوخوا ۱۹۱ ميليونه ډالرو ته راټيټه شوې ده.

د پاکستان له کراچۍ بندر څخه تر افغانستان پورې د ځمکې له لارې د سوداګريزو مالونو وړل او راوړل په ټرانزيټ تجارت کې حساب کېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ۲۰۲۲ مالي کال کې د ټرانزيټ تجارت حجم څه باندې اووه ميليارده ډالر وو. په ۲۰۲۳ مالي کال کې په دې کې ۵۹ سلنه کموالی راغلی او دا تجارت دوه اعشاريه اته ميليارده ډالرو ته راټيټ شو چې سوداګر يې مهم لامل د پاکستان له خوا پر وارداتو محدوديتونه ګڼي.

په پاکستان کې مالي کال د جولای مياشتې له لومړې نېټې پيلېږي او د بل کال د جون پر ۳۰ مه نېټه پای ته رسېږي.

په پېښور کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مشر شاهد حسېن د سپټمبر پر ۲۳ (تله ۲) امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزټ تجارت په ګډون نوره سوداګري هم کمه شوې ده.

نوموړي زياته کړه: "د دې اصل لامل دا دی چې یو خوا د دواړو هېوادونو له یو بل سره اړیکې ښې نه دي او سوداګري هم د سیاست ښکار شوې ده او وخت په وخت د تورخم او چمن لارې د سوداګرو پر وړاندې تړل کېدلې او دا ډول پر سوداګرۍ تعارفه هم دومره جګه شوې چې سوداګرو خپل کارونه درولي او وخت په وخت دې خلکو احتجاجونه هم کړي دي

بل خوا د افغانستان د ننګرهار ولايت د ټرانزټ تجارت يو سوداګر ګلاب خان، چې دا وخت په پېښور کې دی، امریکا غږ ته وويل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې په ۲۰۱۰ کال کې د ټرانزيټ تجارت کومه لوظنامه شوې وه، اوس په هغې کې پر ځينو شیانو بندیزونه لګول شوي دي او دا شاوخوا ۲۱۲ توکي دي چې له امله يې ټرانزيټ تجارت ډېر زيات اغېزمن شوی دی.

نوموړي زياته کړه: "پاکستان پر سوداګرۍ تعارفه هم جګه کړې ده او له دې امله ډېرو سوداګر روزګارونه له لاسه ورکړي دي. بايد دواړه هېوادونو بندیزونه ختم کړي چې ورسره سوداګرۍ ته ګټه ورسېږي. دا ډول به د دواړو هېوادونو اقتصاد هم ښه شي. دا وخت د پاکستان او افغانستان له ټرانزيټ تجارت سره د زرګونو موټر چلوونکو، سوداګرو او د عامو مزدورانو روزګارونه تړل شوي دي نو یو خوا بې روزګاري هم جوړه شوې او بل خوا سوداګري هم راټيټه شوې ده."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال مشر ضیاالحق سرحدي امریکا غږ ته وویل چې دوی په پاکستان کې د ټرانزيټ تجارت له مشر واجد علي سره لیده کاته کړي اود کتنې مهال يې له چارواکو غوښتنه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې د ۲۰۱۰ کال په ټرانزيټ تجارت تړون کې څه ترميم وکړل شي چې دا ډول د سوداګرو په ستونزو کې کمی راشي او دواړه هېوادونه په ازادانه توګه سوداګري وکړي.

د نوموړي په وينا، د دې ستونزو له امله د افغانستان ۷۰ سلنه سوداګري له کراچۍ بندر څخه د ایران عباس بندر ته انتقال شوې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشران وايي چې د ټرانزيټ تجارت کمېدلو يو مهم لامل وخت په وخت د تورخم او چمن د دروازو بندېدل هم دی چې د دواړو خواوو ګڼو کسانو ته يې مالي زيانونه رسولي دي.