تهران کې د تماس ډلې غونډه؛ طالبانو ته د ګډون د بلنې باوجود په کې یې ګډون نه دی کړی

په تهران کې د افغانستان په تړاو د څلورو هیوادونو د تماس د ډلې دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوې چې د طالبانود حکومت استازو په کې د ناڅرګندو دلایلو له مخې د ګډون څخه ډډه کړې ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نن د شنبې په ورځ په تهران کې د روسیې او چین په ګډون د افغانستان لپاره د سیمه ‌ییز تماس د ډلې غونډې ته ورته بلنه ورکړل شوې وه، خو ددغه حکومت استازي په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې د درېیم سیاسي ریاست رئیس ذاکر جلالي د شنبې په ورځ جون اتم (جوزا ۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په تهران کې د روسیې او چین د استازو په ګډون د افغانستان لپاره د سیمه ‌ییز تماس د ډلې د غونډې په اړه ویلي چې ددې غونډې څلورو ګډون کوونکو دغې غونډې ته جلا جلا نومونه ورکړي.

ښاغلي جلالي ویلي: "ایراني دوستان هغه "د سیمه ییز تماس ډلې" په نوم یادوي. د روسیې استازی دا غونډه "د مسکو فارمټ د تماس ډلې" په توګه یاده کړې. د چین له اړخه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې افغانستان لپاره د " تماس د نړیوالې ډلې" سره یې مخالفت کړی و، د تهران غونډه د سلامشورو لپاره د یو فرصت په توګه ګڼي. پاکستان دا غونډه د "سیمه ییزې سلامشورې" د غونډې په توګه تلقي کوي. افغانستان حکومت (طالبانو حکومت) ددې سره سره چې غونډې ته بلل شوي وو په کې ګډون ونکړ".

د طالبانو د بهرنیو چارو دغه چارواکي ویلي چې په عین وخت کې هیله لري چې د افغانستان په تړاو چې کومې غونډې جوړیږي په کار دي چې نویو میکانیزمونو ته د بڼې ورکولو پر ځای د معمولو او د شتو میکانیزمونو څخه کار واخیستل شي. هغه ویلي چې د طالبانو حکومت د دوحې درېیمې غونډې په تړاو د اړوندو خواو سره په خبرو بوخت دی.

د ایران د اینسا خبري اژانس د راپور له مخې دا غونډه د شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نړیوالو څیړنو په مرکزکې ددغو څلورو هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوه.

دغه خبرې اژانس ویلي چې ددې غونډې په پیل کې ګډونوال د هلیکوپتر د نسکوریدو په پیښه کې د ایران د پخواني جمهور رئیس ابراهیم رئیسي او ددغه هیواد د بهرنیو چارو د پخواني وزیر حسین امیرعبداللهیان په ګډون د وژل شویو ایراني چارواکو د درناوي لپاره یوه دقیقه چپ پاتې شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي اسیا د چارو عمومي رئیس سید رسول موسوي د پنجشنبې په ورځ جون شپږم (جوزا ۱۷) د ایکس په پاڼه افغانستان لپاره د سیمه ‌ییز تماس د ډلې دغونډې جوړیدل افغانستان او سیمې ته د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام بللی وو.

ښاغلي موسوي لیکلي: "د ایران، پاکستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو مشورتي غونډه چې ددغه هیواد او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام راوړنکې [غونډه] د ایران، پاکستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو مشورتي غونډه" د شنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا ۱۹ [جوړیږي] ".

دمخه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ددغه هیواد د تاس خبري اژانس ته د جون په څلورمه (جوزا ۱۵) ویلي وو چې د تهران په غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش په بلنه د دوحې درېیمې غونډې په اړه خبرې کیږي.

کابلوف ویلي: "د افغانستان په اړه د هیوادونو د ځانګړو استازو درېیمې غونډې په تړاو مو د افغانستان د رهبرۍ د استازو [طالبانو حکومت] او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سره په دوحه کې خبرې کړي دي...خو له هغې وړاندې مونږ [روسیه، ایران، پاکستان او چین] به د شنبې په ورځ غونډه ولرو".

دغه روسیې دپلومات وویل چې په تهران کې د تماس د ډلې غونډه کې به سلامشورې د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو چې ټاکل شوې د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای په اول جوړه شي ترسره شي.

د ایران دولتي اژانس ارنا ویلي چې په تهران کې د افغانستان په تړاو د سیمه ییز تماس د دلې دا غونډه د تیر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې د افغانستان په اړه د سیمه ییز تماس د ډلې دوېیمه غونډه ده، چې د ایران په نوښت په کابل کې جوړه شوې وه.

کابل کې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۹ د سیمه ییز تماس ډلې هیوادونو له خوا د سیمه ییز ابتکار لومړنۍ غونډه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان او هند په ګډون د منځنۍ اسیا څو هیوادونو استازو هم ګډون کړی وو.

د طالبانو حکومت په تیرو نږدې دریو کلنو کې په پرله پسې ډول د افغانستان په تړاو په نړیوالو غونډو کې ددغه حکومت د استازو په ګډون ټینګار کړې، خو ذاکر جلالي د تهران په غونډه کې د طالبانو د استازو د نه ګډون د علت په اړه څه نه دي ویلي.

په تهران کې دا غونډه په دوحه کې د ملګروملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او د ځینو نړیوالو سازمانو د استازو د درېیمې غونډې د جوړیدو نږدې درې اونۍ دمخه جوړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ددغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا سره د جمعې په ورځ جون اووم (جوزا ۱۸) په یوه کتنه کې د دوحې د درېیمې غونډې په جزئیاتو خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې کتنې په اړه ویل شوي چې د یوناما مشرې امیرخان متقي ته ویلي چې ټیم یې د دوحې د درېیمې غونډې په اجندا لا هم کارکوي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "مېرمن روزا اتنبایوا وویل، چې ټیم يې د دوحه ۳ ناستې پر اجنډا کار کوي او هڅه کوي داسې اجنډا ترتیب شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي. د یوناما مشرې وویل، غواړي د وروستۍ اجنډا په اړه د افغان لوري (طالبانو حکومت) نظریات واوري او د اجنډا له نهايي کېدو سره سم به د دوحه۳ ناستې ټولو ګډونوالو ته رسمي بلنلیکونه واستول شي".

همداشان په دې خبرپاڼه کې د امیرخان متقي له قوله ویل شوي چې ښاغلي متقي هم د غونډې د یو داسې اجندا ترتیبول چې ټولو خواو ته د منلو وي مهم اقدام بللی دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "مولوي امیر خان متقي وویل، افغان حکومت د دوحه۳ په اړه خپل دریځ له ټولو لوریو سره شریک کړی دی او په دې اړه به اړونده لوریو سره نژدې کار ته ادامه ورکړي".

خو تراوسه لا طالبانو حکومت په دې غونډه کې د ګډون پریکړه نه ده کړې.