پاکستان له طالبانو غوښتي چې سرحد کې له زغم کار واخلي او بې دلیله اقداماتو څخه دې ډډه وکړي

پاکستان د افغانستان سره د خپل ۲۶۴۰ کیلومتره اوږد سرحد اکثره برخې په اغزمن مزي او کټارو تړلي، خو ددې سره سره په تیرو دریو کلنو کې ددغه سرحد په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ څو ځلې نښتې شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان سره د تورخم سرحد سره نږدې د تیرې اونۍ نښتو ته په اشارې چې له امله یې یوه افغان میرمن او دوه ماشومان وژل شوي وو، د طالبانو له حکومت غوښتي چې دغه هیواد سره د سرحد په اوږدو کې دې د زغم څخه کار واخلي او د پارونکو اقداماتو د پیښیدو څخه ډډه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ورځ اګست ۱۶(زمري ۲۶) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د اګست د میاشتې په ۱۲ تورخم سره نږدې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د جګړې په اړه ادعا وکړه چې پاکستاني سرحدي ځواکونو د طالبانو د سرحدي ځواکونو د ډزو په مقابل کې له خپل ځان څخه د دفاع لپاره متقابلې ډزې کړي دي.

میرمن بلوڅ وویل: "مونږ د افغان مقاماتو [طالبانو] څخه غوښتنه کوو، چې له زغم څخه کار واخلي او د افغانستان او پاکستان د سرحد په وړاندې د بې دلیله اقداماتو څخه ډډه وکړي. هغوی باید چې په دې پوه شي چې پاکستاني ځواکونه به تل له خپلې خاورې دفاع وکړي".

د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو د تیرې دوشنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۲) د ننګرهار ولایت اړوند تورخم سرحدي ښارګوټي سره نږدې د غوړکي په سیمه کې وروسته له هغې نښته پیل کړه چې د طالبانو سرحدي ځواکونو پاکستاني اړخ ته د مخکینۍ اطلاع پرته یوه سرحدي پوسته پراخوله.

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ ریاست ددغې جګړې په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د طالبانو سرحدي ځواکونو ډیورنډ کرښې ته څېرمه غوړکي سیمه کې د یوې پوستې د پراخولو لپاره سیمه کې د بوکلېن پرمټ کار کاوه، چې پاکستاني لوري د کار مخنیوي په موخه ډزې پرې وکړې.

دغه ریاست ویلي چې د پاکستاني سرحدي ځواکونو د ډزو په مقابل کې د طالبانو ځواکونو هم ډزې وکړې چې په پایله کې د پاکستان دوه پوستې تخريب شوي دي.

پاکستاني سرچینو امریکا غږ ته په خبرو کې د دوشنبې په ماسپښین د دواړو خواو ترمنځ د ډزو تبادله تائید کړې ده.

دغو سرچینو ویلي چې نښته هغه مهال پیل شوه چې د طالبانو سرحدي ځواکونو د سرحد په اوږدو کې پاکستاني اړخ ته د مخکینۍ خبرتیا پرته د یو مسیر په جوړولو باندې کار کاوه.

ددغو سرچینو د معلوماتو پر اساس پاکستاني اړخ طالبانو ځواکونو ته خبرداری ورکړ، خو کله چې هغوی دغه خبرداري ته پاملرنه ونکړه او کار یې ونه دروه دغو ځواکونو د کار د بندیدو لپاره ډزې وکړې، چې د طالبانو ځواکونو هم متقابله ډزې وکړې.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اګست ۱۲(زمري ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي ووچې د تورخم په غوړکي سیمه کې په دغه جګړه کې د افغانستان لور ته د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا ویشتل شوې مرمۍ په یو کور کې لګیدلې چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

ددغو نښتو وروسته د تورخم دروازه د دریو پرله پسې ورځو لپاره تړل شوې وه چې د پنجشنبې د ورځې په سهار اګست ۱۵(زمري ۲۵) د هرډول تګ راتګ پرمخ بیرته پرانیستل شوه.

ځینو سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې د شنبې په ورځ هم د تورخم سرحدي لار د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا هغه مهال وتړل شوه چې دغو ځواکونو د تورخم دروازې سره نږدې سیمه کې یو ماین کشف کړ. طالبانو ویلي چې لار د ماین د خطر څخه د سیمې د پاکولو موخه د لنډې مودې لپاره تړل شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ وویل چې پاکستان چمتو دی چې د سرحد په اوږدو کې هر ډول غلط فهمي د شتو دپلوماتیکو چینلونو له لارې حل کړي.

میرمن بلوڅ وویل: "زه غواړم چې ددې یادونه هم وکړم چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې څو اړخیزې دي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوواړخیزې همکارۍ په برخه کې مختلف اړخونه احاطه کوي. دا یو تاریخې اړیکه ده".

میرمن بلوڅ د طالبانو د حکومت سره د خپل حکومت اړیکې ښې وبللې او ویې ویل چې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ د دریمې کلیزې د نمانځلو لپاره چې د اسلام اباد په یو هوټل کې د طالبانو د سفارت له خوا تیره اونۍ کومه غونډه جوړه شوې وه په کې د پاکستان د حکومت د کابینې یو وزیر ددغه حکومت په استازیتوب ګډون کړی وو.

خو میرمن بلوڅ یو ځل بیا وویل چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې فعالیت او په دغه هیواد کې د دغې ډلې د پټنځایونو شتون په اړه پاکستاني چارواکود طالبانو د چارواکو سره په دې مسله په پرله پسې ډول خبرې کړي دي.

میرمن بلوڅ وویل تمه یې داده چې د طالبانو حکومت ددغې ډلې د وسله والو پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي.

د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغې چارواکې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلې، خو دمخه د طالبانو حکومت چارواکو د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له خوا د پاکستان پر خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې ردې کړې وې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په پرله پسې ډول ویلي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کږم بل هیواد پر خلاف وکاروي.