د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تورخم دروازه له درې ورځني ځنډ وروسته نن خلاصه شوه


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحدي لار د دوشنبې په ورځ د یوې لنډې جګړې وروسته تړل شوې وه، چې د پنجشنبې په ورځ بیرته پرانیستل شوه.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحدي لار د دوشنبې په ورځ د یوې لنډې جګړې وروسته تړل شوې وه، چې د پنجشنبې په ورځ بیرته پرانیستل شوه.

د ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي د تورخم سرحدي لار د درې ورځو بندیدو وروسته د پنجنشبې د ورځې په سهار اګست ۱۵(زمري ۲۵) د هرډول تګ راتګ پرمخ بیرته پرانیستل شوې ده.

د ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا لار د تیرې دوشنبې په ورځ تورخم سره نږدې د غوړکي په سیمه کې د طالبانو او د پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د یوې نښتې وروسته تړل شوې وه.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "دغه لار ... د دوشنبې په ورځ د تورخم په غوړکي سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر د جګړې له امله تړل شوې وه".

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې د ورځې ناوخته اګست ۱۲(زمري ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي ووچې د تورخم په غوړکي سیمه کې په دغه جګړه کې د افغانستان لور ته د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا ویشتل شوې مرمۍ په یو کور کې لګیدلې چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ ریاست ددغې جګړې په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي ووچې د طالبانو سرحدي ځواکونو ډیورنډ کرښې ته څېرمه غوړکي سیمه کې د یوې پوستې د پراخولو لپاره سیمه کې د بوکلېن پرمټ کار کاوه، چې پاکستاني لوري د کار مخنیوي په موخه ډزې پرې وکړې.

دغه ریاست ویلي چې د پاکستاني سرحدي ځواکونو د ډزو په مقابل کې د طالبانو ځواکونو هم ډزې وکړې چې په پایله کې د پاکستان دوه پوستې تخريب شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) ددغې پيښې په تړاو تراوسه تبصره نه ده کړې، خو په تورخم کې پاکستاني سرچینو امریکا غږ ته په خبرو کې د دوشنبې په ماسپښین د دواړو خواو ترمنځ د ډزو تبادله تائید کړې ده.

دغو سرچینو ویلي چې نښته هغه مهال پیل شوه چې د طالبانو سرحدي ځواکونو د سرحد په اوږدو کې پاکستاني اړخ ته د مخکینۍ خبرتیا پرته د یو مسیر په جوړولو باندې کار کاوه.

ددغو سرچینو د معلوماتو پر اساس پاکستاني اړخ طالبانو ځواکونو ته خبرداری ورکړ، خو کله چې هغوی دغه خبرداري ته پاملرنه ونکړه او کار یې ونه دروه دغو ځواکونو د کار د بندیدو لپاره ډزې وکړې، چې د طالبانو ځواکونو هم متقابله ډزې وکړې.

دغې سرچینې ویلي چې په ډزو کې تلفات پیښ شوي دي. خو دغې سرچینې ونه ویل چې دا تلفات د پاکستان اړخ ته او که د افغانستان په اړخ کې پیش شوي دي.

که څه هم دغو سرچینو امریکا غږ ته د سه شنبې په ورځ د تورخم د لارې د بیرته پرانیستل تائید کړي وو، خو دا لار په بشپړ ډول بیرته نه وه پرانیستل شوې.

د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې وخت ناوخت د دواړو هیوادونو د سرحدي ساتوونکو ترمنځ نښتې کیږي.

افغانستان د پاکستان سره دوه زره او ۶۴۰ کیلو متره اوږد سرحد لري چې ددغه سرحد اکثره برخې د پاکستان د پوځ له خوا د اغزن مزي او کټارو پواسطه تړل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG